د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال د UIC اتحادیې په ۳۴مه سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته سفر وکړ

media_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۷ - ۱۱:۳۷
د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال د UIC اتحادیې په ۳۴مه سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه ترکیې ته سفر وکړ

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال محترم مولوي محمد اسحق صاحب زاده په مشرۍ یو تخنیکي پلاوي د ترکیې هیواد په رسمی بلنه د UIC اتحادیې په ۳۴مه سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه پرون ماښام ترکیې هیواد ته سفر وکړ.

په پام کې ده، چې په یاده غونډه کې د دغې اتحادیې د کلني راپور تر وړاندې کولو وروسته د سیمه ییزو هیوادونو د ریلي او ټرانسپورټي اسانتیاوو پراخولو، د پانګونو راجلبولو د وروستیو لاسته راړونو او فعالیتونو په اړه خبرې اترې وشي.

دغه راز د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې مرستیال به ددې غونډې په جريان کې په افغانستان کې تر کار لاندې ريلي پروژو، وروستيو فعاليتونو او لاسته راوړنو، سيمه ييز ريلي اتصال، پرمختګونو او راتلونکو پلانونو په تړاو معلومات وړاندې کړي.

يو آی سي (UIC) د اوسپنې پټلۍ د پراختيا، ټرانسپورټي او ريلي ترويج په برخه کې يوه نړيواله اتحاديه ده، چې افغانستان په ۲۰۱۳ م کال کې د يادې اتحاديې غړيتوب ترلاسه کړی دی.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ د ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اسفالت د دویمې طبقې چارې پیل شوې

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې د یادې برخې د اسفالت د لومړۍ طبقې چارې تر ٨.٣. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک د ګارډرېلونو د نصب پروژه چارې پیل شوې

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک، له کُهنه‌ده نیلي سیمې څخه تر بند برلان بازار پورې د سړک په اوږدو کې د ګارډرېلونو (کټارو) د نصب پروژه، چې ۹۶۰ متره اوږدوالی لري او د ۵ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د یاد وزارت د تخنیکي رئیسانو په ملتیا میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه. . .

BACK TO NEWS