د سالنګونو پر لویه لار د وسایطو تګ راتګ په نورمال ډول جریان لري

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۳۲
د سالنګونو پر لویه لار د وسایطو تګ راتګ په نورمال ډول جریان لري

د سالنګونو لویه لار چې تېره ورځ د تیزې واورې د اورښت دوامداره طوفان او د لیدلو ساحې د کمښت له امله د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، له نیکه مرغه د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې ریاست د شته پرسونل او ماشینرۍ په دوامداره هڅو بېرته د ترافیکو پرمخ پرانیستل شوه او دامهال په یاده لویه لار د وسایطو تګ راتګ په نورمال ډول جریانی لري.

د سالنګونو د ساتنې او څارنی ریاست د کارکوونکو له لوري لا هم په واورينو کنګل شویو سیمو کې د خاورې او مالګې شیندل جریان لري.

د ټولگټو وزارت له ګرانو هېوادوالو او درنو موټرچلوونکو څخه د دوی د خونديتوب لپاره غوښتنه کوي، چې د دې لویې لارې څخه په تېرېدو سره دې د وسایطو لپاره چین (ځنځیر) ګرم ژمني توکي او تجهیزات له ځان سره ولري، ترافیکي قوانین مراعت او له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي، او د سالنګونو د موظفینو لارښوونو ته جدي پاملرنه وکړي.

د يادونې وړ ده، چې د هېواد په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د واورې اورښت جريان درلود، خو له نيکه مرغه په اړوندو ولايتونو کې لويې لارې او سړکونه د ترافيکو پر مخ پرانيستې دي.

۱۰قوس د ټولګټو وزارت رسنیز

...

۱ کال 6 میاشتې ago

...

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۵:۵
Background image

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د نورک – مقر ۷۸ کیلومتره سړک د اسفالټ د دویمې طبقې چارې به په نږدې ورځو کې بشپړې شي

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د نورک – مقر ۷۸ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې  په دوو لاټونو کې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د ۲.۷ میلیارده افغانیو په ارزښت قرارداد شوې وې، چې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۸:۴۷
Background image

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال په ترکيه کې له ميشتو افغان سوداګرو او پانګوالو سره وکتل

د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم مولوي محمد اسحاق صاحب زاده د اوسپنې پټلۍ د نړيوالې اتحاديې (UIC) د ۳۴مې، سيمه ييزې غونډې په څنډه کې په ترکيه کې له يو شمېر ميشتو افغان. . .

شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۴:۳۲
Background image

د سالنګونو پر لویه لار د وسایطو تګ راتګ په نورمال ډول جریان لري

د سالنګونو لویه لار چې تېره ورځ د تیزې واورې د اورښت دوامداره طوفان او د لیدلو ساحې د کمښت له امله د څو ساعتونو لپاره د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، له نیکه مرغه د سالنګونو لویې لارې د. . .

BACK TO NEWS