د سالنګونو لویې لارې څخه د تېردونکو وسایطو په تړاو د ټولګټو وزارت خبرتیا!

د سالنګونو لویې لارې د پرانیستلو په هکله د ټولګټو وزارت د تیرې اعلاميې په دوام، دغه وزارت به د یادې لویې لارې اصلي مسیر (د ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الاخر په ۲۲مه، چې د ۱۴۰۳ه ش کال د جدی (مرغومي) له ۴مې نېټې سره سمون لري) د وسایطو د تګ راتګ پرمخ پرانیزي.
دا چې د سالنګونو لویې لارې لپاره بدیل فرعي مسیر د واورې او کنګلونو له امله د زیاتې ترافیکي ګڼې ګوڼې وړتیا نه لري او یاده لویه لاره د لویو مسافروړونکو وسایطو لکه (۲۰۲، ۳۰۳، ۵۸۰، مرسډیز، فلانکوچ، تونس، لوی نظامي وسایط او نورو وسایطو) پرمخ د روان کال د جدي میاشتې تر ۴مې نېټې پورې تړل شوې ده.
په همدې اساس ټولګټو وزارت د ملي دفاع محترم وزارت، د کورنیو چارو محترم وزارت، د استخباراتو محترم لوی ریاست له مسئولینو او مجاهدینو، د ملکي اداراتو له مسئولینو او درنو هېوادوالو څخه د یادې لویې لارې تر پرانیستلو پورې د حوصله مندۍ غوښتنه کوي او له هغوی څخه په ډېر درنښت هیله کوي، چې د سالنګونو لویې لارې له مسئولینو او مؤظفینو سره لازمه همکاري وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټولګټو وزارت د سالنګونو لويې لارې اړوند د سږکال پلان شوی کار بشپړ کړی دی او د پورته ټاکل شوې نېټې سره سم به د ترافیکو پرمخ پرانيستل شي.
۲۰قوس د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر