د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ غځولو تفاهمنامه لاسلیک شوه

kalim_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۰:۹
0000

 
د ا.ا.ا د ریاست ‌الوزراء اقتصادي مرستیال محترم ملا عبدالغني برادر اخوند په ارګ کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر مرات نورتلیف سره وکتل. د يادې لیدنې پرمهال دواړو لورو د سوداګرۍ، ترانزیټ، اوسپنې پټلۍ، بانکي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې.
د غونډې په لړ کې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني او د قزاقستاني استازي ترمنځ د تورغونډۍ-هرات د اوسپنې پټلۍ په پروژه کې د قزاقستان هيواد د ۵۰۰ میلیونه امريکايي ډالرو په ارزښت د پانګونې د پيل په موخه يوه تفاهمنامه هم لاسلیک شوه.
د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د تورغونډۍ-هرات اوسپنې پټلۍ پروژه کې د قزاقستان له پانګونې هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټ او سوداګرۍ کچې زیاتېدو لپاره مهم ګام یاد کړ.
د ناستې په پای کې دواړو لوريو د ياد ريلي دهليز د تخنيکي چارو او اهميت په تړاو نظرونه تبادله کړل او ويې ويل، چې دغه ريلي دهليز نه يوازې د افغانستان او قزاقستان په تجارتي او ټرانزیټي برخه کې اسانتياوې رامنځته کوي، بلکې د منځنۍ آسيا او جنوبي آسيا د هيوادونو ترمنځ د اتصال، سوداګرۍ او ټرانزيټ په برخه کې د تسهيلاتو رامنځته کولو لپاره مهم او اغېزناک ګام دی.
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۴:۵۱
Background image

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین – ینګي قلعه ولسوالۍ د سړک د آسفالت‌ اچوونې چارې جریان لري

د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین – ینګي قلعه ولسوالۍ د سړک د رغوونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې وې، چې اوس مهال یې د آسفالت‌ اچوونې چارې پیل شوې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۲
Background image

د زابل ولایت په مرکز، قلات ښار کې د دویم لین ۵ کیلومتره سړک د رغونې چارې روانې دي

د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د زابل ولایت په مرکز، قلات ښار کې د ۵ کیلومتره دویم لین سړک د رغونې چارې د ۲۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۴:۵۱
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر په لوګر ولایت کې د یاد وزارت د تر کار لاندې پروژو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد عیسی ثاني، چې د دې وزارت یو شمېر تخنیکي رئیسانو یې هم ملتیا کوله، پرون لوګر ولایت ته سفر وکړ او په دغه ولایت کې یې د ټولګټو وزارت د تر کار لاندې. . .

BACK TO NEWS