د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د کابل-کندهار، ارغندي-درانی بازار د عمومي لارې د بیارغونې پروژه، چې (۲۷.۱۵) کیلومتره اوږدوالی لري د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د ټولګټو وزرات په شرایطو برابرو ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ ترڅو د کابل-کندهار، ارغندي-درانی بازار د عمومي لارې د بیارغونې پروژه، چې (۲۷.۱۵) کیلومتره اوږدوالی لري د داوطلبۍ په پروسه کې گډون وکړي او د يادې پروژې د شرطياني، د احجام بل او تخنيکي اسناد و سافټ د دې وزارت د تدارکات ریاست د ودانيزو او مشورتي خدمتونو آمریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د شرطياني تدارکات قانون او کړنلارې د مندرجو شرايطو مطابق پــه تړلي او بند ډول د خپرېدو له نېټې څخه تر (10:00) مخكې له غرمي (ظهر) 23/5/1404 د ټولگټو وزارت د تدارکات ریاست ته چې داحصائي او ملي ادارې ترڅنگ د پخوانی داخلی وزارت سرک، ملالی واټ کې واقع دی وړاندې کړي، د يادونې وړ ده انترنيتي او ناوخته رسېدونکي آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفر تضمین د بانک گرنتی په ډول (800,000) افغانۍ دي او د آفر پرانیستې غونډه به 23/5/1404 نېټه به (10:00 بجي مخكي تر غرمې د دې وزارت د تعمیر دریم منزل د غونډو په تالار کې دايريږي.