په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۹۹۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۱۳:۳۷
په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۹۹۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د سنبلې له ۷مې تر ۱۳مې) نېټې پورې د  ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۹۹۹۲۷) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۶۹۵۱۶) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۸۰۶) ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۱۴۲۹) ټنه او د خواف–هرات له لارې (۱۳۱۷۶) ټنه انتقالات ترسره شوي، چې ټولټال (۹۹۹۲۷) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.

د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیره اوونۍ کې (۵۳۳) ټنه صادرات شوي، چې لويه برخه یې وچه مېوه او نوشابه دي.

هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.

ټولګټو وزارت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته اړین سهولتونه چمتو کړي او د ملي عوايدو د زياتوالي په موخه د ريل پټلۍ له لارې د سوداګریزو توکو د لیږد-رالیږد بهیر روان او چټک وساتي.

...

2 اونی 2 ورځې ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۳۵
Background image

د ټولګټو وزیر د کابل- کندهار لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - کندهار لویې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر پر مهال، د کابل – کندهار لویې لارې اړوند. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۸ - ۱۴:۳۳
Background image

د میدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ د ۲۴ کيلومتره نښلوونکي سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت د ميدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ سړک د ترمیم چارې د څه باندې ۱۰ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره قرارداد کړې وې، چې دامهال عملاً جریان لري.

دغه پروژه د. . .

BACK TO NEWS