د ټولګټو وزیر د کابل- کندهار لویې لارې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۹ - ۱۴:۳۵
د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - کندهار لویې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه. نوموړي د یاد سفر پر مهال، د کابل – کندهار لویې لارې اړوند شرکتونو او تطبیقوونکو ټیمونو (بلدتیک، مایار زماني، محمدولي انصاري، باختر پروان، صراط بصیرت، شکرالله، حافظ، قدرت نورافغان، آریاخان افغان، مشرق، سنګر نیازی، ایچکو کنټرکشن، حمید کندهار او صفت سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو) مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې د دې لویې لارې ټول کارونه د روان کال د سړې هوا له رارسېدو وړاندې بشپړ کړي. د یادو

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - کندهار لویې لارې د بېلابېلو برخو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر پر مهال، د کابل – کندهار لویې لارې اړوند شرکتونو او تطبیقوونکو ټیمونو (بلدتیک، مایار زماني، محمدولي انصاري، باختر پروان، صراط بصیرت، شکرالله، حافظ، قدرت نورافغان، آریاخان افغان، مشرق، سنګر نیازی، ایچکو کنټرکشن، حمید کندهار او صفت سړک جوړونې او ودانیزو شرکتونو) مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې د دې لویې لارې ټول کارونه د روان کال د سړې هوا له رارسېدو وړاندې بشپړ کړي.

د یادونې وړ ده، چې د کابل – کندهار لویې لارې د لومړي لین سړک کار په ۱۲ برخو کې جریان لري، چې د ټولو برخو د سب بیس، بیس کورس، ATB، بیندرکورس طبقو او د یادې لویې لارې د ټولو پلونو او پلګوټو د بیارغونې چارې تیر کال بشپړې شوې وې او دا مهال یې د درېیمې طبقې د آسفالټ (ویرینګ کورس) چارې په چټکۍ سره جریان لري.

په ورته وخت کې د یاد سړک څنډې یا شولډرونه هم په DBST ډول رغول کیږي، چې دامهال یې کار عملاً د پرمختګ په حال کې دی.

د اپه داسې حال کې ده، چې د کابل – غزني دویم لین سړک رغنیزې چارې هم په دریو برخو کې په چټکۍ سره روانې دي.

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS