د ټولګټو وزیر په دوو بېلا بېلو لیدنو کې د ترکیې هېواد د یو شمېر شرکتونو له مسؤلانو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل
د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملامحمدعیسی ثاني د یاد وزارت د اوسپنیزې کرښې د مرستیال محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحبزاده او یو شمېر رئیسانو په شتون کې په دوو جلا جلا لیدنو کې د ترکي بیلګیون MVG ساختماني شرکت له عمومي رئیس ښاغلي محمد ویسي او ښاغلي محمد آیتیکین سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغو لیدنو کې د ترکي شرکتونو او پانګوالو د راجلبولو او د ټولګټو وزارت په زېر بنایي او انکشافي پروژو په خاص ډول د سړکونو، پلونو او تونلونو د رغونې په برخه کې د یادو شرکتونو او پانګوالو د پانګونې او ګډون په تړاو خبرې اترې وشوې.
د ټولګټو وزارت د تخنیکي ټیم لخوا د یاد وزارت د یو شمېر پروژو په هکله تخنیکي معلومات وړاندې شول، ترڅو د ترکیې هېواد یاد شرکتونه او پانګوال و کولای شي، چې په دغو پروژو کې ګډون وکړي.
د لیدنې په دوام د ټولګټو وزیر و ویل: « ټولګټو وزارت روان کال د ډېر شمېر پروژو کار پیل کړی دی، چې چارې یې عملاً جریان لري او هغه پروژې، چې کارونه یې تر دا مهاله ندي پیل شوي او د تخنیکي ټیم لخوا یې تاسو ته معلومات درکړل شول دغه پروژې د ا.ا.ا د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم په اساس باید ژر بشپړې شي او دا چې مالي کال مخ په ختمېدو دی نو تاسو د پروژو په تړاو خپله طرحه ژر تر ژره د ټولګټو وزارت سره شریکه کړئ؛ ترڅو دغه پروژې د ا.ا.ا د قوانینو او مقرراتو سره سم له تاسو سره قرارداد شي»
په پای کې پرېکړه وشوه، چې د دواړو هېوادونو تخنیکي ټیمونه به د دغو پروژو د هوکړې او قرارداد په موخه دوامداره ناستې ترسره کړي.
