په لغمان ولایت کې د شمشه خېلو پله رغنیزې چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۰ - ۱۴:۹
په لغمان ولایت کې د شمشه خېلو پله رغنیزې چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ په شمشه خېلو کلي کې د یو پایه پل رغنیزې چارې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان والي محترم قاري بختیار معاذ، د یاد ولایت د ټولګټو رئیس محترم ملا همایون احمدي او یو شمېر مسؤلینو په شتون کې پیل شوې.

یاد پل ۷ متره اوږدوالی او ۹ متره پلنوالی لري، چې د مهترلام، عليشنګ او دولت شاه ولسوالیو سړک په اوږدو کې موقعیت لري او د شاوخوا درې میاشتو په موده کې به یې کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته و سپارل شي.

د یادې پروژې په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شي او په بشپړېدو سره به یې د اړوندو ولسوالیو خلک په آسانۍ سره تګ راتګ و کړي.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۳۱ - ۱۰:۴
Background image

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ د ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اسفالت د دویمې طبقې چارې پیل شوې

د کابل – غزني دویم لین سړک د څلورم لاټ ۲۲.۳ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د ټولګټو وزارت او خصوصي سکټور ترمنځ قرارداد شوې وې، چې د یادې برخې د اسفالت د لومړۍ طبقې چارې تر ٨.٣. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۳۰ - ۱۵:۱۸
Background image

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک د ګارډرېلونو د نصب پروژه چارې پیل شوې

د دایکندي ولایت د شهرستان ولسوالۍ پر سړک، له کُهنه‌ده نیلي سیمې څخه تر بند برلان بازار پورې د سړک په اوږدو کې د ګارډرېلونو (کټارو) د نصب پروژه، چې ۹۶۰ متره اوږدوالی لري او د ۵ میلیونه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۹:۳
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د یاد وزارت د تخنیکي رئیسانو په ملتیا میدان وردګ ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د چک – دایمیرداد سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه او ارزونه. . .

BACK TO NEWS