د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د شاه ولي کوټ – ترینکوټ د عمومي مسیر د ۲۴ کیلومتره برخې د اساسي رغونې چارې د شاوخوا ۷۹۲ میلیونه افغانیو په ارزښت روانې دي.
یاد سړک د کندهار ولایت له ټغرک سیمې څخه پیلېږي او د همدې ولایت تر تناوچي سیمې پورې غځېدلی، چې د پروژې په اوږدو کې د ۶۷ پایو پلګوټو او د ۴۹۰ متره سړک غاړې ارسي سي او د ۶۲۰۸ متره سټون پیچینګ ویالو د رغونې کار هم شامل دی.
د یادې پروژې د تطبیق پر مهال د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړېدو سره به یې د اروزګان ولایت او د شاه ولي کوټ ولسوالۍ د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې حل شي.
