داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د کندز ولایت د ټولګټو ریاست په پام کې لري خپله ځمکه چې شاوخوا (۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسه) مساحت لري د نافذه قوانینو سره سم په اجاره ورکړي
Publish Date
Closing Date
ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کېږي، د ټولګټو وزارت په پام کې لري، چې د امارتي ځمکو د اجارې قانون او نورو نافذه قوانینو سره سم، هغه ځمکه چې شاوخوا (۲ جریبه، ۶ بسوې او ۱۸ بسواسه) مساحت لري او د کندز ښار د اتمې ناحیې په مربوطاتو کې، د بل الچین ترڅنګ د کندز ـ شیرخان بندر پر سړک موقعیت لري، د نافذه قوانینو سره سم په اجاره ورکړي.
ټول حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې برخه کې د پانګونې علاقه لري، کولای شي د شرطنامې سکن د دې وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو او غیر مشورتي خدماتو له آمریت څخه د غوښتنې پر بنسټ ترلاسه کړي؛ او د یادې ځمکې لپاره خپل اغېزمن، عملي او اقتصادي طرحه چمتو کړي او د (۱۴۰۵/۲/۲) نېټې، چې د چهارشنبې ورځ ده، د سهار تر (۱۰) بجو پورې، چې د مزایدې او داوطلبۍ وروستۍ نېټه ده، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د صدارت څلور لارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري، د ګډون لپاره مراجعه وکړي.
که چېرې ګډون کوونکی استازی وي، باید د رسمي وکالت خط هم له خپلې طرحې سره ضمیمه کړي.
طرحې باید لاندې موارد ولري:
۱- د تاسیساتو ابتدایي طرحه او اړونده نقشه
۲- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو ابتدایي اټکل
۳- د پروژې د تطبیق مهال وېش
۴- د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې
۵- د اجارې موده (داوطلب باید د خپلې غوښتل شوې مودې موده په کلونو او میاشتو مشخصه کړي)
۶- د میاشتني کرایې اندازه (داوطلب باید خپله وړاندیز شوې کرایه په واضح او مستدل ډول بیان کړي)
۷- د یادې ساحې لیدنه د بشپړو معلوماتو لپاره الزامي ده
۸- د یادې ساحې لیدنه د بشپړو معلوماتو د ترلاسه کولو لپاره د داوطلب لپاره الزامي ده
د مزایدې وروستۍ نېټه او د طرحو پرانیستل: (۱۴۰۵/۲/۲) د سهار (۱۰) بجې
د اجرا تضمین: د بریالي داوطلب له خوا د یو کال کرایې معادل تضمین باید د بانکي ګرنټۍ یا نغدو پیسو په بڼه وړاندې شي.
یادونه: که چېرې د (۱۴۰۵/۲/۲) نېټه په ناڅاپي ډول د حکومت له خوا رخصتي اعلان شي، نو مزایده او د طرحو پرانیستل به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې وخت او ځای کې ترسره شي.
