داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلیو د ساتنې اوڅارنې د وسایلو او تجهیزاتو د برابرولو پروژه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د فاریاب او هرات د اوسپنې پټلیو د ساتنې اوڅارنې د وسایلو او تجهیزاتو د برابرولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې دMOPW/1405/G-34/NCB تشخصیه شمرې لرونکې ده، داوطلبان دې خپل تړل شوي او بند افرونه ( وړاندیزونه ) د شرطپاڼې له شرایطو سره سم د اعلان ترخپرېدو وروسته وړاندې کړي.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:
ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست، د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د په فلش مېموري یا هم د ملي تدارکاتو محترمې ادارې د وېبپاڼې د اعلانونو له برخې څخه ترلاسه کړي.
ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د داوطلبۍ تضمین:
د ملي تدارکاتو محترم کمېسیون د (۸۶۷) شمېرې پرېکړې، چې د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د ۸مې میاشتې په ۸مه نېټه شوې، له مخې د داوطلبۍ تضمین تر هغه وخته پورې د داوطلبۍ په پروسو کې نه تطبیقېږي؛ ترڅو د قراردادونو د قانون اړوند طرزالعمل وروستی نه وي.
د آفر پرانیستلو نېټه:
۱۴۰۵/۴/۲۸، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.
د آفر پرانیستلو ځای:
ټولګټو وزارت.
یادونه:
که چېرې د ۱۴۰۵/۴/۲۸ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، نو د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په لومړۍ کاري ورځ، په هماغه ټاکلي وخت او هماغه یاد شوي ځای کې ترسره شي.
