د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

kalim_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۵ - ۱۱:۱۱
د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، پرون په ارګ کې د اوزبیکستان د لومړي وزیر له مرستیال، محترم جمشید خواجه‌یف سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اقتصادي او ترانزیټي همکاریو د پراختیا او د اوسپنې پټلۍ د یو شمېر مهمو بنسټیزو پروژو په اړه خبرې اترې وکړې.

د لیدنې په پیل کې د افغان‌ټرانس د اوسپنې پټلۍ پروژې د مطالعاتو د پیل نېټې د ټاکلو په اړه خبرې وشوې او دواړو لورو د دې مهمې سیمه‌ییزې پروژې پر چټک پرمختګ ټینګار وکړ. همدارنګه، د تورغونډۍ بندر پراختیا د دې ناستې له مهمو محورونو څخه وه. د اوزبیکستان د لومړي وزیر مرستیال د خپل هېواد له لوري د یاد بندر د پراختیا په برخه کې د پانګونې لپاره چمتووالی څرګند کړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي او سوداګریزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام وباله.

ورپسې، دواړو لورو د هرات–مزارشریف د اوسپنې پټلۍ د پروژې په اړه هم خبرې وکړې او اوزبیکستاني لوري په دې پروژه کې د پانګونې لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړه.

د حیرتان بندر له لارې د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد د کچې لوړول هم د دې لیدنې له مهمو موضوعاتو څخه وو. په دې برخه کې دواړو لورو د انتقالاتو د زیاتوالي، د ترانزیټي همکاریو د پراختیا او سوداګرو ته د لا زیاتو اسانتیاوو پر برابرولو ټینګار وکړ، ترڅو د سوداګرۍ او ترانزیټ بهیر لا چټک شي.

همدارنګه، دواړو لورو د سالنګ پر لویه لار د سوداګریزو توکو د لېږد د بهیر په اړه هم خبرې وکړې. د ټولګټو محترم وزیر څرګنده کړه، چې د ترانزیټ د اسانتیاوو د لا ښه کېدو په موخه، د سالنګ لویې لارې د اساسي بیارغونې چارې د پخوانیو ترسره شویو کارونو په دوام په چټکۍ سره جریان لري.

محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني په دې لیدنه کې ډاډ ورکړ، چې دامهال په افغانستان کې د پانګونې بشپړه زمینه برابره ده او د اوزبیکستان هېواد کولای شي د ا.ا.ا د اصولو، قوانینو او معیارونو په رعایتولو سره په یادو برخو کې پانګونه او فعالیت وکړي. نوموړي همدارنګه د ګډو پروژو په پلي کېدو کې د ټولګټو وزارت پر همکارۍ او ملاتړ ټینګار وکړ.

د لیدنې په پای کې دواړو لورو د افغانستان او اوزبیکستان ترمنځ د اقتصادي همکاریو، ترانزیټي او دوه‌اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا ټینګار وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو د مشترکو منافعو د تأمین لپاره مهم او ګټور وبلل.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۴ - ۱۳:۳۲
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کندهار او ارزګان ولایتونو اړوند د یو شمېر تر کار لاندې پروژو له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، کندهار او ارزګان ولایتونو ته د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا د خپل سفر په ترڅ کې د شاه ولي کوټ – ترینکوټ ۲۴ کیلومتره سړک، د ترینکوټ –. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۵۶
Background image

کار اعمار دو پروژه ترمیماتی به ارزش ۲۹.۴ میلیون افغانی در ولایت بلخ آغاز شد

کار دو پروژه ترمیماتی به طول مجموعی ۶۸ کیلومتر در ولایت بلخ، از سوی وزارت فواید عامه ا.ا.ا به ارزش ۲۹.۴ میلیون افغانی با سکتور خصوصی قرارداد شده بود، با حضور داشت محترم مولوی نورالهادی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۱۳:۳۸
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ ۸ کیلومتره سړک رغنیزې چارې و ارزولې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سپین بولدک ولسوالۍ د ۸ کیلومتره سړک رغنیزو چارو څخه لیدنه او. . .

BACK TO NEWS