د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د غور – هرات د عمومي لویې لارې د ترمیم او جغل اچونې پروژه له الله یار غار څخه د منار جام تر دوراهي پورې
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د غور–هرات د عمومي لویې لارې د ترمیم او جغل اچونې پروژه له الله یارغار څخه د منار جام تر دوراهي پورې
پروژې قرارداد، چې د (MOPW/1405/W- 049 /NCB) تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو اصولو له مخې کاج های سنګي شرکت ته چې د جواز شمېره یې ( 42568) ده او د کابل ښار د رحمان بابا مرکزي برخه کې موقعیت لري، د 24,479,653.35 افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
