د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس د اطفایې له عمومي رئیس سره وکتل
د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سالنګونو لویې لارې د ساتنې او څارنې رئیس، محترم حاجي فضلالربي، د اطفایې له عمومي رئیس محترم حافظ نوالله انصار سره وکتل او د یادې لویې لارې په شمالي او جنوبي برخو کې یې د اطفایې خدمتونو د فعالولو او پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې.
په دې لیدنه کې د سالنګونو په دواړو برخو کې د مستقلو اطفایو د فعالولو پر اړتیا خبرې وشوې. د کورنیو چارو وزارت هم دغه اړتیا تأیید کړې او د اطفایې عمومي ریاست ته یې دنده سپارلې، چې په شمالي او جنوبي سالنګونو کې په جلا توګه د اطفایې خدمتونه فعال کړي.
د اطفایې عمومي رئیس محترم حافظ نورالله انصار، په سالنګونو کې د اطفایې لپاره د مناسب ځای ټاکلو په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، چې د پر یاده لویه لار د ځانګړو اطفایو تر برابرېدو پورې به د اطفایې وسایط او کارکوونکي د سالنګونو په شمالي او جنوبي برخو کې توظیف شي، څو د پېښو پر مهال پر وخت او اغېزمن خدمتونه وړاندې شي.
د یادو اقداماتو موخه د اورلګېدنې او نورو احتمالي پېښو پر وړاندې د چمتووالي لوړول، د مسافرو او ترانسپورتي وسایطو خوندیتوب او د بیړنیو خدمتونو پر وخت وړاندې کول دي.
