د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ د درېیمې قطعې (1435 ملي متره ګیج) اړوند د یوه کرېندار درزین د چمتو کولو او تدارک پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د خواف – هرات د اوسپنیزې لارې د درېیمې قطعې (1435 ملي متره ګیج) اړوند د یوه کرېندار درزین د چمتو کولو او تدارک د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/G-29 /RBD/NCB تشخصیه نمبر لرونکی ده، د ګلاب الدین خان زاده او مهران برادارن تجارتي او لوژستیکي شرکتونو ته ، چې د جواز شمېرې یې (16560) او (14195) دي او د شرکتونو پته یې: کابل مرکز دویمه ناحیه د قوای مرکز ساحه د نجیب زراب مارکېټ او کولوله پشته ګل سرخ څلورلارې کې موقعیت لري، د قراردادونو د قانون له مخې چې مجموعي قیمت یې(95,000,000) افغانۍ دي په قرارداد ورکړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (5) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي.
