د هرات ــ چشت شریف سړک د لومړي لاټ جوړولو کار ۳۰ سلنه مخته تللی
د هرات ــ چشت شریف سړک د لومړي لاټ جوړولو کار ۳۰ سلنه مخته تللی
له هرات تر چشت شریف پورې د سړک لومړی لاټ ۳۵ کیلومتره اوږدوالی، ۷.۳ متره پلنوالی چې ۲.۵ متره د سړک غاړې په بر کې نیسې، ۲۹۴۰ متره ویالې او ۶۰۰ متره مکعب استنادي دیوالونه لري چې د څه باندي ۲۳ میلیونه افغانیو په ارزښت له یوه خصوصي ساختماني شرکت سره قرارداد شوی او تر اوس مهاله یې د جوړولو چارې ۳۰ سلنه پرمختګ کړی.
دا سړک د هیواد د شرق ــ غرب دهلیز برخه وه چې په جوړولو سره به یې د دې حیاتي دهلیز یوه برخه بشيړه شي او د ترانسپورټي اسانتیاوو په برابرولو، هرات ولایت د شرق ولسوالیو د ودې او پرمختګ لامل کیږي او دغه راز د چشت شریف ولسولۍ د مرمر ډبرو په لیږد کې اساسي او اغیزمن رول ولري.
د یادوني وړ ده چې له هرات تر چشت شریف پورې سړک ټولیز اوږدوالی ۱۵۵ کیلومتره ده چې د ایټالیا دولت د اسانه پور ورکولو پروژو څخه وه او په پنځو برخو/ لاټ تقسیم شوي، چې لومړی لاټ ۳۵ کیلومتره او د پاتې څلور برخو هره برخه ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري.
باید وویل شي چې د یادې پروژې دوهم لاټ چې ۳۰ کیلومتره اوږدوالی لري تر تدارکاتي مرحلو لاندې دی.
د ټولګټو وزارت ـ کابل
لړم۱۱، ۱۳۹۹