د افغانستان د قزلباشانو شورا غړو له ټولګټو وزير سره ليدنه وکړه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۱۴:۳۲
د افغانستان د قزلباشانو شورا غړو له ټولګټو وزير سره ليدنه وکړه

د تولګټو وزارت وزیر انجنیر نجیب الله یمین د چهارشنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې د هېواد د قزلباشانو شورا رهبري او یو شمېرغړي خپل حضور ته ومنل.

د دغې لیدنې په پیل کې د قزلباش قوم د شورا غړو د ټولګټو وزارت په کچه د وروستیو اصلاحاتو او پرمختګونو ستاينه وکړه او د خپلې شورا له اړخه يې د وزارت رهبرۍ ته د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.

د يادې شورا مشر ښاغلي مشتاق کبیر د ګډونوالو په استازيتوب خبرې وکړې او زياته يې کړه چې په اوسنیو شرایطو کې افغانستان تربل هرڅه وړاندې د ټولنيز عدالت په چوکاټ کې اقتصادي ودې، آبادۍ او پرمختګ ته اړتیا لري.

د نوموړي په وینا، د هېواد د نورو وروڼو قومونو ترڅنګ قزلباش قوم ژمن دی چې د تل په څېر د خپل جمهوري اسلامي دولت ترڅنګ ودرېږي.

د ګډونوالو له خبرو وروسته د ټولګټو وزارت وزیر انجينر نجيب الله يمين هغوی ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د افغانستان ټول قومونه سره وروڼه دی او د نورو پرګنو ترڅنګ قزلباش هغه قوم دی چې یادونه یې د هېواد په ملي سرود کې شوې او دوی هم تل د خپل دولت سره همکار پاتې شوی او هم یې ګڼې قربانۍ ورکړې دي.

ښاغلي يمين زياته کړه، د هېواد د نورو اقوامو په څېر قزلباش قوم هم د افغانستان د ټولنيز جوړښت مهمه برخه ده، چې په پلازمېنې کابل او بېلابېلو ولايتونو کې له وروڼو قومونو سره ګډ ژوند لري، ځکه نو د دوی ستونځې او ارزوګانې هم سره مشترکې دي، چې د په هره برخه کې بايد ورته لازمه پاملرنه وشي.

ټولګټو وزير هغوی ته ډاډ ورکړ چې د سړکونو او پلونو د جوړولو په برخه کې به هغسې چې د هېواد نورو سيمو او اقوامو ته رسيده ګي کېږي، په همدغه ډول به هغه سيمې هم له پامه نه غورځوي چې قزلباش قوم ته منسوب خلک پکې استوګنه کوي.

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

د وري ۱۲ مه ۱۴۰۰

 

...

7 میاشتې ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۱۲:۲۴
Background image

د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې د بیا رغونې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په فراه ولایت کې د فراه – فراه رود ۶۱.۲ کیلومتره سړک د دویمې طبقې اسفالټ چارې د څه باندې ۳۹۵ میلیونه افغانیو په ارزښت جریان لري.

دغه سړک د فراه ولایت له. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۱۳
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر لوګر ولایت ته سفر وکړ

 

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني نن د اختر په درېیمه ورځ د لوګر ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د یو شمېر پروژو له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه.

نوموړي د یاد سفر په ترڅ. . .

BACK TO NEWS