د دایکندي ولایت مرکز نیلي ښار دننه سړکونه له ۶۱ سلنې ډیر کاري پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۲/۴ - ۹:۴۰
د دایکندي ولایت مرکز نیلي ښار دننه سړکونه له ۶۱ سلنې ډیر کاري پرمختګ لري

دغه پروژه د ۸.۸ کیلومټره اوږدوالي او ۱۴ متره سور په درلودو سره د ښاري او ټرافیکي نښو ترڅنګ، یو شمېر پیاده رونه او د سړک غاړې لښتي هم لري.
د یادې پروژې د جوړیدو تړون د څه باندې ۶۳۱ میلیونه افغانیو په ارزښت د افغانستان د دولت له لوري له یو خصوصي ودانیز شرکت سره شوی، چې تردې دمه تر ۶۱ سلنه ډیر کاري پرمختګ لري او په ۱۱ برخو ویشل شوي، چې د نیلي ښار عمومي او فرعي سړک برخې یادولی شو.
د دغې پروژې په بشپړیدا سره به د ډایکنډي ولایت د نیلي ښار د اوسیدوونکو لپاره ګڼې ټرانسپورټي آسانتیاوې رامنځته شي، د ښاري پراختیا تر څنګ روغتیایې او ښوونیزو مرکزونو ته د خلکو لاس رسی اسانه شي همدارنګه به یاد سړک د چاپیریال پاکوالي په برخه کې ګټور رؤل ولري.
ټولګټو وزارت ـ کابل

...

7 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب / حوت میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري / حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لاری۱۵۱۷۵۰  متریک ټنه انتقالات شوي دي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۶ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د تولکټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال له ۲۲مې څخه د کب/حوت تر ۲۸مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۶۹۵۶۵ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ۱۰۸۰۸۶ ټنه، د. . .

BACK TO NEWS