باميان: د غجور کلي د پُل او اتصالي سړک رغنيزې چارې ۷۷ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۱۵ - ۲۳:۵۳
باميان: د غجور کلي د پُل او اتصالي سړک رغنيزې چارې ۷۷ سلنه پرمختګ لري

د باميان ولايت په ورس ولسوالۍ کې د ۱۵ متره کانکرېټي پل او ۳۰۰ متره جغلي سړک د جوړولو پروژه چې د غجور کلي په ګيروجوی سيمه کې روانه ده؛ رغنيزې چارې يې ۷۷ سلنه بشپړې شوې دي.

ياده پروژه د څه باندې ۱۰ ميلونه افغانيو په ارزښت د محل له پرمختيايي شورا سره قرارداد شوې،  چې د ټولګټو وزارت “ د کليوالي لارجوړونې ملي پروګرام” له لارې عملي کېږي او مالي لګښت يې د افغانستان دولت له ملي بوديجې څخه ورکړل شوی.

د دغې ساختماني پروژې تطبيق به نه يوازې د منطقې په کچه اتصال رامنځته کړي، بلکې لا د جوړېدو په مرحله کې  يې د سيمې خلکو ته د ۸۵۸۱ کاري ورځو په اندازه د روزګار زمينه هم برابره کړېده.

ياده دې وي، چې د دغه پل په جوړېدو سره به د زردمي کلی له کرستو کرګي بازارګوټي او له همدې لارې د ډايکنډي ولايت له اشترلي ولسوالۍ سره وصل شي، چې ورسره به د ورڅېرمه کليو او د لارې پر مسير د پرتو خلکو ټرانسپورټي ستونځې هواري شي.

د غوایي ۱۵مه ۱۴۰۰

د ټولګټو وزارت مطبوعاتي څانګه

...

7 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۱ - ۱۳:۴۷
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې ۱۵۱۷۵۰مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره اوونۍ کې د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د کب / حوت میاشتې له ۲۹ نیټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د وري / حمل میاشتې تر ۶ نیټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لاری۱۵۱۷۵۰  متریک ټنه انتقالات شوي دي. . .

BACK TO NEWS