تېرو دوو اونیو کې د افغانستان د ټولګټو وزارت اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۵۲۹۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۳/۱۷ - ۱۰:۲۳
تېرو دوو اونیو کې د افغانستان د ټولګټو وزارت اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۵۲۹۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

تېرو  دوو اونیو کې (د ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د ثور مياشتي له ۲۸مې څخه د جوزا تر ۱۰مې) نېټې پورې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۲۵۲۹۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.
د حیرتان بندر له لارې (۹۶۰۲۱) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۱۵۶۹۵) ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې (۱۳۵۷۴) ټنه انتقالات چې ټولټال (۱۲۵۲۹۰) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.
د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیرو دوو اونیو کې (۱۲۱۳۸) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د آنارو جوس دي.
هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.
درنو تجارانو! که غواړئ خپل سوداګريز توکي په خوندي، آرزانه او چټکه توګه د ريل پټلۍ له لارې انتقال کړئ، نو همدا اوس په مرکز کابل او ولايتونو کې د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت له آړوند مسوولينو سره په آړيکه کې شئ.
•    کابل: 0202320933
•    بلخ: 0792008090
•    هرات: 0793500545
•    فارياب: 0794050003
د ټولګټو وزارت د اوسپنيزې کرښې معینیت هڅه کوي، ترڅو د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط برابر او سوداگرو ته لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

...

10 میاشتې 4 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۳۱ - ۱۲:۳۶
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان هېواد ته سفر وکړ او د یاد هېواد د اوسپنې پټلۍ ادارې له عمومي رئیس سره یې وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ معین، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ اوزبیکستان هېواد ته سفر وکړ او د دغه سفر په ترڅ کې یې د یاد هېواد د اوسپنې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۳۰ - ۱۴:۱۱
Background image

د بګرام – جبل السراج دویم لین سړک د قیر اچونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د بګرام له دوه‌لارې څخه د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ تر بازار پورې د ۲۵.۶ کیلومتره په اوږدوالي او ۱۰.۲ متره پلنوالي سره د کابل پروان د دویم لین. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۹ - ۱۵:۴
Background image

د ټولګټو وزارت له لوري د قوشتپې–درزاب سړک د جوړولو چارې په درېیو برخو کې روانې دي

د قوشتپې–درزاب سړک، چې ۵۱ کیلومتره ټولیز اوږدوالی لري، د اساسي رغونې چارې یې د ۱ میلیارد او ۵۱۳ میلیونه او ۷۳۲ زره افغانیو په ارزښت، د ډیزاین‌بلټ  په بڼه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او خصوصي. . .

BACK TO NEWS