خبرتیا!
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت د دریو پراختیایي پروژو تړونونه لغوه کړل
(د کاپیسا ولایت د کره تاز سړک چې ۱۱.۱۷ کیلومتره اوږدوالی لري، د لوګر ولایت د خوښۍ ولسوالۍ نه تر محمداغې ولسوالۍ پورې ۲۶.۵ کیلومتره سړک او له ترینکوټ څخه د کندهار تر شاولي کوټ ولسوالۍ پورې د ۲۴ کیلومتره سړک) پروژې د شرکتونو ناتواني له کبله لغوه شوې.
ټولګټو وزارت ژمن دی، چې پروژې په خپل ټاکلي وخت سره پلې کړي، ترڅو هېوادوالو ته ټرانسپورټي اسانتیاوې برابرې شي.
څنګه چې ددغو پروژو پلي کول د یادو ولایتونو د خلکو لپاره ارزښت لري او له بل پلوه خلک غواړي، چې دا پروژې پلې شي، پر همدې بنسټ د افغانستان دولت هوډ لري، چې پورتنۍ پروژې د ملي پراختیا عملیاتي او ملاتړې ادارې سره، چې یو دولتي شرکت دی؛ تړون او کار یې بیاځلي پیل کړي.