داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې ریاست د اړتیا وړ لس (۱۰) قلمه روغنیاتو د تدارک او چمتو کولو پروژه

kalim_admin
پروژه تهیه و تدارک  10 قلم روغنیات مورد ضرورت ریاست حفظ و مراقبت سالنگها

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د سالنګونو د ساتنې اوڅارنې ریاست د اړتیا وړ لس (۱۰) قلمه روغنیاتو د تدارک او چمتو کولو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي، چې د MOPW/1405/G-30/NCB تشخصیه شمېرې لرونکې ده، ګډونوال کولای شي د شرطپاڼې له شرایطو سره سم، له اعلان وروسته خپل مهر او بند شوي آفرونه وسپاري.

د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته:

د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو آمریت، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت په ساحه کې، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، شرطپاڼه د فلش، مېمورۍ له لارې ترلاسه کړئ، همدارنګه تاسو کولای شې چې شرطپاڼه د ملي تدارکاتو محترم ریاست له ویب پاڼې هم تر لاسه کړئ.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه:

آفرونه به د ۱۴۰۵/ ۵/۵ نېټې، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو وسپارل شي، چې دا د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه او ضرب‌الاجل دی. ناوخته رسېدلي او انټرنېټي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر تضمین: د داوطلبۍ په روانو پروسو کې د آفر تضمین، د ملي تدارکاتو د محترم کمېسیون د( ۸۶۷) ګڼې پرېکړې له مخې، چې د۱۴۴۷/۸/۸ نېټې ده، د عقودو د قانون تر اړوندې کړنلارې تر نهايي کېدو پورې د تطبیق وړ نه دی.

د آفر پرانیستلو وخت:

۱۴۰۵/ ۵/ ۵ نېټه، د سهار په ۱۰:۰۰ بجو

د آفر پرانیستلو ځای:

ټولګټو وزارت.

یادونه:که چېرې د روان ۱۴۰۵ کال د ۵/۵ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په همدې ټاکلي وخت او هماغه ځای کې چې په دې مکتوب کې ذکر شوی، ترسره شي.

...

11 میاشتې 2 اونی ago

...

More tenders

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۴:۴
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د لغمان ولایت د قرغه ‌یي ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې پورې د سړک د ترمیم پروژه

په همدې وسیله د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د لغمان ولایت د قرغه ‌یي ولسوالۍ د مرکز څخه تر درونټې پورې د سړک د ترمیم  پروژې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۴۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د خاش ولسوالۍ پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د خاش ولسوالۍ  پر لار له باغ مبارک څخه تر جرم پورې د سړک، استنادي دېوالونو او پلګوټو د ترمیم پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۵:۳۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د بادغیس – هرات پر لویه لار د بادغیس ولایت د قلعه ‌نو څخه تر لامان بازار پورې د سړک د ګبیوني استنادي دېوالونو او ویجاړ شوي سړک‌ د فرش ترمیم او بیارغونې پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د بادغیس – هرات پر لویه لار د بادغیس ولایت د قلعه ‌نو څخه تر لامان بازار پورې د سړک د ګبیوني، استنادي دېوالونو او ویجاړ . . .

Back to tenders