داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د قیصار – لامان د حلقوي سړک پر مسیر د دهن بوکن د نوي پل د جوړولو پنځم لاټ پروژې خبرتیا

kalim_admin
اعلان دعوت به داوطلبی- ساختمان پل جدید دهن بوكن واقع در مسیر سرک حلقوی قیصار - لامان لات پنجم

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅود قیصار – لامان د حلقوي سړک پر مسیر د دهن بوکن د نوي پل د جوړولو (پنځم لاټ) د داوطلبۍ په پروسه کې کې ګډون وکړي.

علاقه‌مندان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو برېښنايي سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست د برېښنايي تدارکاتو او د افغانستان د پرانیستو داوطلبیو له وېبپاڼې (https://tenders.ageops.af) څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپلې وړاندیزپاڼې (آفرونه) د شرطپاڼې له شرایطو سره سم او د تدارکاتو د اصولو مطابق، په مهر او تړلې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ د ۲۹مې نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د وړاندیزونو د پرانیستلو غونډه به د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د چنګاښ په ۲۹مه نېټه د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې د معینیت په مقر کې ترسره شي.

...

۱ کال 2 میاشتې ago

...

More tenders

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۱۰:۴۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د 1405 مالي کال لپاره د عوایدو ریاست د جنوبي او شمالي سالنګونو د ټولپلازاؤ آمریتونو د اړتیا وړ 3 قلمه محروقاتو د تدارک او چمتو کولو پروژه

په همدې اساس ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د1405  مالي کال لپاره د عوایدو ریاست د جنوبي او شمالي سالنګونو د ټولپلازاؤ آمریتونو د اړتیا وړ 3 قلمه . . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۴ - ۱۱:۱۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د شمالي او جنوبي سالنګونو د ټولپلازاوو د اړتیا وړ ۷۰ قلمه قرطاسیه ‌بابو د پېرلو پروژه د مطلقې مؤجلې بیعې پر اساس

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د ۱۴۰۵ مالي کال لپاره د شمالي او جنوبي سالنګونو د ټولپلازاوو د اړتیا وړ ۷۰ قلمه قرطاسیه ‌بابو د پېرلو پروژه د مطلقې . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۳ - ۱۵:۳۶
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د لوګر - میدان وردګ سړک د بیارغونې او ترمیم پروژه له پل علم څخه تر نه برجه پورې

د داوطلبۍ شمېره : NPD/MOPW/1405/NCB/W-3178

د چارو ادارې لوی ریاست د ملي تدارکاتو ریاست د ټولګټو وزارت په استازیتوب ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې د یادې پروژې د . . .

Back to tenders