داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د ټولګټو وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړد یوې فایروال دستګاه او اړوندو خدماتو د تدارک او پېرلو پروژه، د ملي پرانیستې داوطلبۍ له لارې

kalim_admin
پروژه تهیه و خریداری یک پایه فایروال و خدمات آن مورد ضرورت ریاست اداری و خدمات وزارت فواید عامه با استفاده از روش داوطلبی بازملی

Publish Date

Closing Date

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ټولګټو وزارت د اداري او خدماتو ریاست د اړتیا وړ د یوې فایروال دستګاه او اړوندو خدماتو د تدارک او پېرلو د داوطلبۍپه پروسه کې، چې د (مطلق مؤجل بيعې) پر بنسټ ترسره کېږي او د پېژندنې شمېره یې MOPW/1405/G-25/NCB ده، ګډون وکړي او خپل مهر او لاک شوي آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو سره سم د اعلان له خپرېدو وروسته وړاندې کړي.

داوطلبان کولای شي شرطنامه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو د تدارکاتو له آمریت څخه، چې د صدارت څلورلارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ، د احصائیې او معلوماتو ملي ادارې ته نږدې موقعیت لري، په فلش یا مېموري کې ترلاسه کړي، یا یې د ملي تدارکاتو ادارې د وېب‌پاڼې د اعلاناتو له برخې څخه تر لاسه کړي.

د آفرونو د سپارلو وروستۍ نېټه د ۱۴۰۵/۴/۶ نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې ده. ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفر پرانیستلو وخت:

۱۴۰۵/۴/۶ نېټه، د سهار ۱۰:۰۰ بجې.

د آفر پرانیستلو ځای:

ټولګټو وزارت.

یادونه:

که چېرې د ۱۴۰۵/۴/۶ نېټه د حکومت له لوري په ناڅاپي ډول عمومي رخصتي اعلان شي، د یادې پروژې د آفر پرانیستلو غونډه به په راتلونکې کاري ورځ، په هماغه ټاکلي وخت او ځای کې ترسره شي.

...

11 میاشتې 3 اونی ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۵
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د تلو چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ (۳۳) قلمه اجناسو د تدارک، پېرلو او نصب پروژه

په همدې وسیله ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د تلو چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ (۳۳) قلمه اجناسو د تدارک، پېرلو او نصب پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/G-38 . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا- د مطلقې مؤجلې بیعې له مخې د 1405 مالي کال لپاره د تلو چارو د سمون ریاست د اړتیا وړ(29) قلمه پرزه جاتو او وسایلو د تهیه او تدارک پروژه

په همدې وسیله ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په نظر کې لري؛ ترڅو د مطلقې مؤجلې بیعې له مخې د 1405 مالي کال لپاره د تلوچارو د سمون ریاست د اړتیا وړ(29) قلمه پرزه جاتو او وسای . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د ۰+۰۰۰ څخه تر ۱۹+۵۰۰ کیلومترۍ او له ۲۷+۵۰۰ څخه تر ۶۷+۰۰۰ کیلومترۍ پورې، چې د هلمند ولایت د ټولګتو ریاست د مسؤلیت په ساحه کې موقعیت لري د ترمیم لومړۍ لاټ پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د هلمند له دوراهي څخه تر هرات پورې د عمومي لویې لارې د ۰+۰۰۰ څخه تر ۱۹+۵۰۰ کیلومترۍ او له ۲۷+۵۰۰ څخه تر ۶۷+۰۰۰ کیلومترۍ  . . .

Back to tenders