داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا-د کندز ولایت په مرکز د پل الچین په سیمه کې د (۲) جریبه، (۶) بسوه او (۱۸) بواسه ځمکې ورکولو پروسه
Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ترڅود کندز ولایت په مرکز د پل الچین په سیمه کې د (۲) جریبه، (۶) بسوه او (۱۸) بواسه ځمکه د ټولګټو وزارت له اضافي موازي ملکیت څخه د کرایه ورکولو پروسه کې ګدون وکړي،له ټولو حقیقي او حکمي اشخاصو څخه، چې غواړي په دې برخه کې پانګونه وکړي، په درنښت غوښتنه کېږي، ترڅو یوه اغېزمنه او د پلي کېدو وړ اقتصادي طرحه د یادې ځمکې د سوداګریزو، صنعتي، خدماتي او ورته تأسیساتو د جوړولو لپاره ترتیب کړي، او خپله طرحه د ۱۴۰۴ کال د جدی ۱۱مه نېټه، د سهار لسو بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت ته، چې د صدارت څلور لارې، د پخواني کورنیو چارو وزارت ترڅنګ او د ملي احصایې او معلوماتو ادارې څنګ ته موقعیت لري، وسپاري.
د طرحې (پلان) محتوا باید لاندې موارد ولري:
۱- د ځمکې د کارونې ډول او هدف په روښانه توګه تشریح کړي؛
۲- د پلان شویو تأسیساتو ابتدایي طرح وړاندې کړي؛
۳- اقتصادي تحلیل او د لګښتونو ابتدایي اټکل وړاندې کړي؛
۴- د پروژې د تطبیق مهالوېش (ټایملاین) مشخص کړي؛
۵- د طرحې احتمالي اقتصادي او ټولنیزې ګټې روښانه کړي؛
۶- د اجارې موده: داوطلب باید د اجارې د مودې اوږدوالی (په کلونو او میاشتو) مشخص کړي؛
۷- د میاشتني کرایې اندازه: داوطلب باید د میاشتني کرایې خپل وړاندیز په څرګند او مستدل ډول وړاندې کړي.
د آفر تضمین : اوس مهال قابل د تطبیق نه دی
د آفر پرانيستلو نېټه : (۱۴۰۴/۱۱/۷) - ( ۱۰:۰۰) بجې له غرمې مخکې.
د آفر پرانستولو ځای: د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست د اجناسو آمریت
يادونه: که چيرې د روان کال (۱۴۰۴/۱۱/۷) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورڅ کې ترسره کېږي.
