داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - د کندز – شیرخان بندر د عمومي لویې لارې د اسفالتي سړک د فرش بیا ترمیمولو پروژه

kalim_admin
  اعلان دعوت به داوطلبی-  پروژه ترمیم دو باره فرش سرک اسفالتی مسیر شاهراه عمومی کندز- شیرخان بندر

Publish Date

Closing Date

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو د کندز – شیرخان بندر د عمومي لویې لارې د اسفالتي سړک د فرش بیا ترمیمولو پروژه (د سړک هغه برخې چې په کې عرضي او طولي موجونه رامنځته شوي) د پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقمند داوطلبان کولای شي د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو سافټ کاپي د ملي تدارکاتو ریاست له  (https://tenders.ageops.af)  وېبپاڼې او د افغانستان د پرانیستو برېښنايي تدارکاتو له سیسټم څخه ترلاسه کړي.

داوطلبان دې خپل آفرونه د شرطپاڼې له شرایطو او د تدارکاتو له اصولو سره سم، په مهر او تړل شوې بڼه، د اعلان د خپرېدو له نېټې څخه د ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ.ش نېټې د سهار تر ۱۰:۰۰ بجو پورې د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې ملالۍ واټ، د پخواني کورنیو چارو وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ترڅنګ موقعیت لري وسپاري.

ناوخته رسېدلي او د انټرنېټ له لارې استول شوي آفرونه د منلو وړ نه دي.

د آفرونو د پرانیستې غونډه به د ۱۴۰۵/۵/۱۹ هـ.ش نېټې د سهار په ۱۰:۰۰ بجو د ټولګټو وزارت مقر په جومات کې ترسره شي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۵ - ۱۴:۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا - په نورستان ولایت کې د وانت، پوچ او بدیګل کلیو د کانکریټي پله د ترمیم پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي؛ ترڅو په نورستان ولایت کې د وانت، پوچ او بدیګل کلیو د کانکریټي پله د ترمیم  پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي او د یادې . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۳۳
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د دره‌صوف – مزارشریف سړک پر مسیر د چیچل پل د ترمیم پروژې قرارداد

په همدې وسیله  د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د سمنګان ولایت د دره‌ صوف – مزارشریف سړک پر مسیر د چیچل پل د ترمیم پروژه، چې د . . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۹:۳۳
Background image

د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا - د سمنګان ولایت د دره‌صوف – مزارشریف سړک پر مسیر د چیچل پل د ترمیم پروژه

په همدې وسیله  د تدارکاتو د اصولو له مخې ټولو  ته خبر ورکول کیږي، چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د سمنګان ولایت د دره‌ صوف – مزارشریف سړک پر مسیر د چیچل پل د ترمیم پروژه، چې د . . .

Back to tenders