د تړون د اعطاء د پرېکړې خبرتیا

media_admin
د تړون د اعطاء د پرېکړې خبرتیا

د ټولګټو وزارت په نظر کې لري چې د کابل، هرات او لوګر د تلو د اړتیا وړ د شپږو حلقو څاګانو د کیندلو پروژې تړون چې د MOPW/1403/W-014/NCB پېژندې ګڼې درلودونکی دی د تدارکاتو د قانون او طرزالعمل په اساس د ریفارمر ساختمانی او انجینیری شرکت ته چې  D-32656 جواز لرونکی دی،  په 4,384,200 څلورمیلیونه، درې سوه څلوراتیا زره او دوه سوه افغانی) ټولیزه بیه ورکول کیږي.

ټول حقیقي او حکمي کسان چې هر ډول نیوکې ولري کولای شي خپلې نیوکې د خپرېدو د نېټې څخه تر اووه تقویمي ورځو پورې په لیکلې بڼه د هغو دلایلو سره یوځای د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې په ملالۍ واټ، د پخوانۍ وزارت داخلې پر لارې او د معلوماتو او سرشمېرنې ملی ادارې تر څنګ موقعیت لري، د تدارکاتو د قانون د پنځوسمې مادې د حکمونو سره سم وړاندې کړي.

دا خبرتیا د تړون د عقد په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نېټې او قانوني پړاونو تر بشپړېدو پورې به دا تړون ونه تړل شۍ.

...

2 کلونه ۱ میاشت ago

...

...

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۴ - ۱۴:۲۹
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د حیرتان - مزار شریف د اوسپنزې کرښې  د(5) پنځم  بندر د صادراتي او ټرانزیټي توکو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانه ته بلنه ورکوي چې د حیرتان - مزار شریف د اوسپنزې کرښې  پنځم  بندر د صادراتي او ټرانزیټي توکو لپاره په قرارداد ورکړي، چې (MOPW/1404/NC-3LNCB . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۰:۴۶
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت د دراني د پل د ترمیمولو د پروژې د قرارداد دورکړې خبرتیا

د ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانه ته بلنه ورکوي چې د کابل-کندهار په لویه لاره د میدان وردګو ولایت کې د دراني د پل د ترمیمولو پروژه په قرارداد ورکړي، چې  MOP/1403-002/C/RE . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۱۴:۱۷
Background image

د سالنګونو پر لویه لار د ټولګټو وزارت تر ثاني امر پورې  هرډول بار وړونکو ټیلري وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه

 لکه څرنګه، چې هېوادوال په جریان کې دي د سالنګونو لویه لار د ۱۴۰۴هـ. ش کال د جوزا میاشتې په ۲۰مه نېټه د هر ډول ټیلري وسایطو پرمخ تړل شوې وه، ټولګټو وزارت له لوري ملي سوداګرو او درنو . . .

Back to announcements