د حيرتان اړوند نايب آباد سټيشن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۲۰ - ۱۱:۳۶
د حيرتان اړوند نايب آباد سټيشن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو

د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې اړوند نايب آباد سټيشن (څلورم-پورټ) د افغانستان اسلامي امارت د لوړپوړو اقتصادي چارواکو او ازبيکستان هيواد د ريل پټلۍ چارواکو په شتون کې په بشپړ ډول فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.
په دې اړه په ياد ستيشن کې يولړ ځانګړي افتتاحيه مراسم جوړ شوي وو، چې پکې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا عبدالغني برادر آخند، د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني، د اوسپنيزې کرښې مرستيال محترم ملا بخت الرحمن شرافت، د ازبيکستان هيواد د ولسمشر ځانګړي استازي او د ريل پټلۍ ادارې معاون او بلخ والي محترم الحاج محمد يوسف وفا ګډون کړی وو.
د مراسمو په پيل کې د رياست الوزراء اقتصادي مرستيال محترم ملا برادر وويل: «اسلامي امارت د هيواد د اقتصادي پیاوړتیا او پراختیا په موخه د سيمه ييزو هېوادونو سره د افغانستان د نښلېدو بېلابېلې بدیلې لارې مومي.»
نوموړي زياته کړه، چې نايب آباد (څلورم-تمځای) د ځمکني ټرانسپورټي شبکې او سيمه ييز اتصال مهم او بنسټيز جز تشکيلوي، چې د اقتصادي پرمختګ ترڅنګ په ټولنيز پرمختګ کې هم د پام وړ رول لوبوي.
د هغه په وينا، د نايب آباد سټيشن په فعالېدو سره به ځايي تجارانو ته لازمې آسانتياوې رامنځ ته شي، د ريلي انتقالاتو فاصله به رالنډه شي او د نفتي او غير نفتي توکو د تخليې ځايونه به مشخص شي، چې مخکې دواړه يوازې په حيرتان پورټ کې تخليه کېدل. 
ورپسې د ټولګټو سرپرست وزير محترم ثاني صاحب په دې تړاو وويل: «الحمدلله! نايب آباد (څلورم-پورټ) له څو کاله ځنډ وروسته بیاځلې فعال او ګټې اخيستنې ته وسپارل شو، چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري.»
نوموړي زياته کړه، چې اسلامي امارت غواړي د نایب‌ آباد د اوسپنيزې کرښې له لارې افغانستان د ګاونډیو هېوادونو سره د تجارتي توکو د لېږد-رالېږد په څلورلارې بدل کړي.
د هغه په خبره، په نږدې راتلونکې کې به د ازبیکستان هېواد ګډ تخنيکي پلاوی د افغان-ټرانس پروژې او جوزجان-فاریاب-بادغیس-هرات-نیمروز-فراه-هلمند-کندهار د حلقوي اوسپنيزې کرښې د تخنيکي موافقې په موخه افغانستان ته راشي او ان شاء الله دا کرښه به تر پاکستان پورې جوړېږي.
د اوسپنيزې کرښې مرستيال ښاغلي شرافت په دې اړه وويل: «اوس ددې وخت رارسېدلی دی، چې افغانستان د ګاونډيو هيوادونو په همکاري د نايب آباد په څېر معياري تمځايونه او اوسپنيزې کرښې جوړې کړي، ترڅو په دې توګه سيمه او نړۍ په هيواد کې دوامداره پانګونې ته را جذب کړو.»
د ازبيکستان هيواد د ولسمشر ځانګړي استازي ښاغلي «عصمت الله يرګشوف» او د ريل پټلۍ ادارې معاون «رحمت الله رحمتوف» وويل: « نن يې ثابته کړه، چې هيواد يې د افغانستان د ريل پټلۍ معياري کولو ته ژمن دی او د افغانستان د ملي اقتصاد د لا پياوړتيا لپاره په ګډه هلې ځلې کوي.»
د مراسمو په پای کې د بلخ والي محترم وفا صاحب په خپله وينا کې وويل: «اسلامي امارت د ولس سره خپله هغه وعده ثابته کړه، چې د ګاونډيانو سره به د اقتصادي پياوړتيا په موخه ښې اړيکې ساتي.»
د حيرتان-مزارشريف د اوسپنيزې کرښې ترميم چارې د تېر ۱۴۰۲ هـ.ش. کال په حوت میاشت کې د یو ازبیکستاني شرکت له لوري د ۶ ميلیونه او ۳۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې وې، چې په ګټې اخیستنې سره به يې ريلي انتقالات او سوداګريز توکي د مزار شريف تر ښار پورې ورسيږي.

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS