د خواف – هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز عملي چارې پيل شوې

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲۳ - ۱۵:۳۲
د خواف – هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز عملي چارې پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري، د خواف – هرات د ۴۷ کيلومتره اوسپنې پټلۍ د څلورمې قطعې د دوهم فاز عملي چارې، د څه باندې ۵۴ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت پیل شوې، چې د دې برخې په بشپړېدو سره به د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ پروژه په بشپړه توګه ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.

په دې تړاو په هرات کې ځانګړي افتتاحيه مراسم ترتيب شوي وو، چې پکې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال، د هرات والي، د ټولګټو وزارت يوشمېر رئيسانو، تخنيکي انجنيرانو او د ګڼو امارتي ادارو مسوولينو ګډون کړی وو.

د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستيال، محترم مولوي محمد اسحاق صاحبزاده، د يادې پروژې په پرانیستې مراسمو کې په هيواد کې د اوسپنې پټلۍ شبکې پر اهميت او پراختيا ټینګار وکړ او ویې ویل، چې د خواف – هرات مسير په بشپړ ډول ګټې اخيستنې سره به افغانستان د منځنۍ آسیا، جنوبي آسیا او منځني ختیځ ترمنځ په نښلونکې څلورلارې بدل شي.

د نوموړي په خبره، د يادې پروژې لګښتونه د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري برابرېږي، چې په بدل کې به يې د بامیان د یکاولنګ ولسوالۍ د جست او سرب له کان څخه استفاده وشي او چارې به يې د دوو کلونو په موده کې بشپړې شي، چې په وينا يې ډېر ژر به د هرات – تورغونډۍ او هرات – سپین بولدک د اوسپنې پټلۍ کارونه هم پیل شي.

د هرات والي محترم شیخ مولانا اسلام ‌جار وايي، چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ په څېر پروژو سره به هرات په یو ترانزيټي څلورلارې او د سوداګریزو توکو د تبادلې پر مرکز بدل شي او د مزار – هرات او خواف – هرات مسيرونه کولای شي د سیمې هېوادونه د یوې لنډلارې په توګه سره ونښلوي، چې دا د هرات لپاره لویه تجارتي ګټه ده.

د پرانيستي پروژې مدیر عبدالقاهر بکتاش وايي، دا پروژه په درېیو ساحو کې عملي کېږي او ټولټال ۴۷ کیلومتره اوږدوالی لري؛ د پروژې لاره له ده ‌سرخ سیمې پیل کيږي او تر هرات صنعتي ښارګوټي پورې غځېږي، چې په ۲۴ کاري میاشتو کې به يې چارې بشپړې شي.

د هرات د صنایعو او کانونو خونې رئیس محمد ناصر امین وايي: "دا پروژه به په مستقیم ډول د هرات پر صنعت او سوداګرۍ مثبت اغېز وکړي، ځکه له بندر عباس څخه د یو ټُن مال لېږد ۱۳۰ ډالره؛ یا تر دې ډېر لګښت درلود، چې د دې مسير په فعالېدو سره به دغه لګښت ۴۰ ډالرو ته راکم شي."

د يادونې وړ ده، چې د خواف – هرات اوسپنې پټلۍ ټولټال ۲۲۶ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۷۷ کیلومتره یې د ایران په خاوره او پاتې ۱۴۹ کیلومتره یې د افغانستان په خاوره کې موقعیت لري.

بايد وويل شي، چې د خواف – هرات د اوسپنې پټلۍ په بشپړېدو سره به د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د لېږد – رالېږد نرخونه راکم شي، چې دا به د دواړو هېوادونو او سيمې ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیټ د ودې لامل شي.

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۸:۱۴
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال د یو پلاوي په مشرۍ د ریلي همکاریو د پراختیا په موخه ایران ته سفر کړی دی

د ا.ا.ا، د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال، محترم الحاج مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په مشرۍ یوه لوړپوړي پلاوي، چې د کانونو او پټرولیم وزارت د برنامو او پالیسۍ مرستیال محترم مولوي. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۸ - ۱۵:۲۰
Background image

د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د اقتصادي ودې په لور یو بل مهم ګام د کونړ – نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې پیل شوې

د ټولګټو وزارت د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا او د لرې پرتو سیمو د نښلولو په موخه، د کونړ–نورستان سړک د اسفالټ اچونې چارې د نورستان ولایت له لوري د کونړ پر لور پیل کړې دي، چې  د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۳ - ۱۰:۱۵
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۸۱۴۶) ګڼې (۳۰/۱۱/۱۴۴۷) نېټې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر نادرشاه ځاځی، چې وړاندې یې د یاد وزارت د پروژو مدیریت ریاست د رئیس په توګه. . .

BACK TO NEWS