د خوست د ګربزو ـ تڼيو ولسوالۍ د سړک چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۲/۶ - ۱۰:۵۲
د خوست د ګربزو ـ تڼيو ولسوالۍ د سړک چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې

دا جغلي سړک چې ۱۰.۳۰ کیلومتره اوږدوالی او ۹ متر پلنوالی لري، د یاد ولایت د ګربز ولسوالۍ له شیخ آمیر چوک څخه پیل د تڼیو ولسوالۍ تر مرکز دره ګي پورې غځیدلی، چې رغنیز کار یې د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له لوري دوام لري او تر دې مهاله یې د جوړولو کار ۷۰ سلنه پرمختګ کړی

د یاد سړک د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د خوست ولایت د ګربز او تڼۍ ولسوالیو د اوسېدوونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي همدارنګه به د یاد سړک پرمټ د تڼو او ګزبز ولسوالۍ سره ونښلي چې تڼیو ولسوالۍ ته به د سیلانیانو په ته تګ راتګ کې ګټور رول ولري او د ټولنیز ثبات په پیاوړتیا کې به هم بنسټیز رول تر سره کړي

دغه راز کرنیز محصولات به تر پخوا په اسانه ډول د یادو ولسوالیو مرکز ته او له هغه ځایه د خوست ښارته تر پخوا په اسانه ډول ولیږدول شي

ټولګټو وزارت ـ کابل

...

5 میاشتې ۱ اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۱:۳۹
Background image

په جدي میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۹۹۸۲۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ( ۶۹۹۸۲۰) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې ( ۴۶۶۳۲۸) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۵۵۲۸۷. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۸:۵۷
Background image

د کاپیسا ولایت د اله‌سای ولسوالۍ د سړک د رغونې چارې د څه باندې ۶۴۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د کاپیسا ولایت د اله‌ سای ولسوالۍ د سړک د رغونې چارې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د ۶۴۹ میلیونه او ۶۸۲ زره افغانیو په ارزښت، د کاپیسا ولایت د والي محترم قاري احسان‌الله بریال، د دې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۸:۵۲
Background image

د ټولګټو وزارت دوه تنه رئیسان تبدیل او معرفي شول

د ټولګټو وزارت د وړاندیز او د ریاست‌الوزرا عالي مقام د (۱۴۴۷/۷/۲۷) نېټې، د (۵۵۲۹) ګڼې حکم پر بنسټ، محترم انجنیر عبدا لطیف صاحبزاده، چې وړاندې یې د یاد وزارت د څارنې او ارزونې د رئیس په. . .

BACK TO NEWS