د داوطلبۍ اعلان

ashraf_admin
د داوطلبۍ اعلان

Publish Date

Closing Date

د داوطلبۍ اعلان
د ټولګټو وزارت له ټولو داوطلبانو/ لیوال پانګوالو څخه، چې مالي وړتیا، ماشینري، تجهیزات، تخنیکي او فني پرسونل، ظرفیت، وړتیا، تخنکي، فني او مسلکي مهارتونه ولري او دغه راز په شرطپاڼه کې اړوند یاد شوي شرایط بشپړولی شي، بلنه ورکول کیږي، چې د کابل - کندهار پر لویه لار تر یو لاټ لاندې د( نیازي رباط پل، شاجوی پل، او د غشي رباط دویم پل) ویجاړو پلونو د پروژي په داوطلبۍ کې ګډون
وکړي او خپل تړل شوي افر او غوښتنلیکونه په شرطپاڼه کې د ذکر شویو شرطونو سره سم، د دغه اعلان له خپرېدو څخه ورسته تر ورستۍ نیټې پورې ټولګټو وزارت ته وسپاري.

د ساحې لیدل، د ذکر شوې لویې لارې د (کابل ۔ کندهار) د سړک د ترمیم اړوند ارقام او احجامو تحلیل او همدارنګه د تجهیزاتو، ظرفیت، مهارت او تخنیکي او مالي وړتیا او په شرطپاڼه کې یاد شویو شرایطو بشپړول حتمي او اړین دي. 

د شرطپاڼې د لاسته راوړلو پته: شرطپاڼه د فلش/ میموري په واسطه د ټولګټو وزارت څخه، چې د څرخي پله پر سړک، د ملي دفاع وزارت تعلیمي مرکز ته څېرمه موقعیت لري، تر لاسه کولای شئ او آفرونه د حمل 16 مه، 1402 ه ش کال، د سهار په 10:00 بجې دغه وزارت ته تسلیم کړﺉ،
انټرنټي او بې وخته آفرونه د منلو وړ نه دي. 
د افرونو د پرانیستلو وخت: د حمل 16 مه /1402 ه ش نېټه د چهار شنبه ورځ، سهار 10:00 بجې د تدا رکاتو ریاست د غونډ وتالار. 

یادونه: که چېرې د ١٤٠٢ ه ش کال د حمل په 16مه نېټه د اسلامي امارت له لوري عمومي رخصتي اعلان شي؛ نو د آفرونو پرانست غونډه به یوه ورځ وروسته په یاد شوي ساعت او ځای کې ترسره شي.

...

2 کلونه ago

...

...

More tenders

چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۴ - ۱۲:۲۳
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د بامیانو او بغلان دسړک جوړولو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

د ټولګټو  وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د بامیانو او بغلان د ۱۷۰ کیلومتره سړک جوړولو پروژې لپاره د دواطلبی او نرخ ورکولو په پروسه کې برخه واخلي.

د شرطپاڼې د . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۲ - ۱۵:۲۲
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د ټولګټو وزرات د ورکشاپ د نوي احاطوي دیوال د جوړونې د پروژې د قرارداد خبرتیا!

د تدارکات کړنلارې د 43 ام حکم او 2 همي فقرې پر بنسټ په عام ډول خبر ورکول کيږي چې د ټولګټو وزرات د د ټولګټو V-001/NCB تشخيصيې گڼې MOPW/1404/W-0 وزارت ورکشاپ د نوي احاطوي دیوال جوړونې . . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۷
Background image

د قرار داد د ورکړې خبرتیا-د کونړ ولایت دغازي آباد دولسوالۍ دسرک جوړولو د پروژې د قرار داد خبرتیا

ټولګټو وزارت  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي چې د کنړولایت د غازي آباد ولسوالۍ  د (1140000-14) کیلومتره د سړک جوړولو پروژه په قرار داد ورکړي.

 ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه . . .

Back to tenders