د داوطلبۍ د بیا ځلې ورکړې خبرتیا- د بلخ ولایت د ټولګټو پخوانۍ اداري ودانۍ (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکې د اجارې خبرتیا، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت لري

kalim_admin
اعلان تمدید میعاد دعوت به داوطلبی- اعلان اجاره دهی موازی ۲ جریب و ۴ بسوه زمین تعمیر اداری اسبق فواید عامه ولایت بلخ واقع دروازه بلخ

Publish Date

Closing Date

ټولو محترمو داوطلبانو ته خبر ورکول کیږي،  ټولګټو وزارت په پام کې لري؛ ترڅو د بلخ ولایت د ټولګټو پخوانۍ اداري ودانۍ  (۲ جریبه او ۴ بسوې) ځمکه، چې د بلخ دروازې په سیمه کې موقعیت لري، په اجاره ورکړي.

له ټولو حقیقي اوحکمي اشخاصو څخه چې په دې برخه کې د پانګونې لېوالتیا لري، په درنښت بلنه ورکول کېږي؛ تر څو خپلې  اقتصادي او د تطبیق وړ طرحې د یادې ځمکې پر سر د بېلابېلو تأسیساتو لکه: (تجارتي، صنعتي، خدماتي او نورو) د جوړولو په موخه ترتیب او د(۱۴۰۵/۱/۲۶ ) نېټه، د چهار شنبې ورځ، د سهار په (۱۰) بجو د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې په صدارت څلورلارې کې، د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ، د ملي احصایې او معلوماتو ادارې ترڅنګ موقعیت لري، د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

که چېرې ګډون کوونکی د استازي له خوا ګډون کوي، د رسمي اسنادو او مکتوب  وړاندې کول لازمي دي.

یادې طرحې باید لاندې ټکي ولري:

د ځمکې د کارونې هدف او روښانه ډول تشریح

د وړاندیز شوو تأسیساتو ابتدایي طرحه

اقتصادي تحلیل او د لګښتونو لومړنی اټکل

د پروژې د تطبیق مهالویش

د طرحې اقتصادي او ټولنیزې ګټې

د اجارې موده (په کلونو او میاشتو)

د میاشتنۍ کرایې وړاندیز، په واضح او مستند ډول

د طرحو د سپارلو او پرانیستلو وروستۍ نېټه:
۱۴۰۵/۱/
۲۶، د سهار ۱۰ بجې

د اجراء تضمین:
د ګټونکي داوطلب له خوا د یو کال کرایې معادل تضمین، د بانک ګرنټۍ یا په  نغدیه بڼه وړاندې کول.

د طرحو د سپارلو ځای:
د ټولګټو وزارت، د تدارکاتو ریاست، د اجناسو آمریت

یادونه:
که چېرې یاده نېټه (
۱۴۰۵/۱/۲۶ ) د دولت له خوا په ناڅاپي ډول رخصت اعلان شي، داوطلبي او د طرحو پرانیستنه به په بله کاري ورځ کې په همدې وخت او ځای کې ترسره شي.

...

9 میاشتې 2 اونی ago

...

More tenders

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۵:۴۳
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ د شاه ‌قدم په سیمه کې د نوي پل د جوړولو پروژه

د ټولگټو وزرات په شرایطو برابر ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي چې د ( د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ د شاه ‌قدم په سیمه کې د نوي پل د جوړولو پروژې) داوطلبۍ په پروسه کې گډون وکړي او د . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۲
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د هلمند ولایت د مهاجر بازار د ترازو د وصل او کانکریټ اچونې پروژه

  ټولګټو وزارت ټولو په  شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ور کوي؛ترڅو د «هلمند ولایت د مهاجر بازار د ترازو د وصل او کانکریټ اچونې پروژې» د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون وکړي.

علاقمندان کولای . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۳:۵۴
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا- د نیمروز ولایت د دلارام ترازو د سړک د وصل او کانکریټ اچونې او د جذبي څاه د کیندلو پروژه

ټولګټو وزارت ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ور کوي؛ترڅو د «نیمروز ولایت د دلارام ترازو د سړک د وصل او کانکریټ اچونې او د جذبي څاه د کیندلو پروژې» د داوطلبۍ په پروسه کې ګډون . . .

Back to tenders