د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري

kalim_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۱ - ۸:۴۱
د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، د هېواد شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په دوام، په داسې حال کې چې یو تخنیکي ټیم یې هم ملتیا کوله، د شمالي سالنګ او جنوبي سالنګ برخو د اساسي بیارغونې له کاري بهیر څخه لیدنه وکړه.

د ټولګټو محترم وزیر لومړی د شمالي سالنګ او ورپسې د جنوبي سالنګ برخو د بیارغونې له چارو څخه لیدنه وکړه. دا مهال د یادې لویې لارې په بېلابېلو برخو کې د اسفالت اچونې، کانکریټ اچونې، د پلونو او پلګوټو جوړولو او د استنادي دېوالونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره جریان لري.

د ټولګټو محترم وزیر د یادو پروژو د نظارت او تطبیق کوونکو ټیمونو او همدارنګه د قراردادي شرکتونو مسؤلینو ته لارښوونه وکړه، چې د دغه پروژو چارې د باکیفیته موادو په کارولو، د ټاکل شویو معیارونو مطابق او د ټولګټو وزارت له ټاکل شوي پلان سره سم، د ژمي موسم له رارسېدو مخکې بشپړې کړي.

د قراردادي شرکتونو مسؤلینو هم په سیمه کې شتون درلود او د ټولګټو محترم وزیر ته یې ډاډ ورکړ، چې د روان کال پلان شوې چارې به د ژمي موسم له رارسېدو وړاندې، په لا چټکتیا او د تخنیکي معیارونو په رعایت سره بشپړې کړي.

د یادونې وړ ده، چې د ټولګټو محترم وزیر د هېواد لوېدیځ او شمال زونونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې له بېلابېلو تر کار لاندو پروژو څخه له نږدې لیدنه او ارزونه کړې ده.

...

۱ کال ago

...

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۵:۳۷
Background image

په دایکندي ولایت کې د یوه پایه پل د جوړولو چارې د څه باندې ۱۶ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د دایکندي ولایت  اشترلي ولسوالۍ په مسیر کې د آهنګر سیند پر سر د یوه پایه پل، چې ۲۲ متره اوږدوالی او ۷.۷ متره پلنوالی لري د جوړولو چارې یې د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت او یوه ساختماني او سرک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۳ - ۱۰:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت پيل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د لغمان ولایت له قرغیو ولسوالۍ څخه تر درونټې پورې د ۱۸ کیلومتره سړک د ترمیم او داغګیرۍ چارې د شاوخوا ۱۷میلیونه افغانیو په ارزښت د لغمان ولایت د مرستيال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۱ - ۱۵:۶
Background image

د ټولګټو وزارت محترم وزیر د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړه

د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل – جلال آباد لویې لارې د دویم لین سړک د ننګرهار ولايت له لوري د ۲۲ کیلومتره لومړۍ برخې، ۲۱.۴ کیلومتره دریمې برخې او  د کابل. . .

BACK TO NEWS