د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د سرپل له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه:

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۹:۶
د سړکونو د ساتنې او څارنې معین د سرپل له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه:


 
د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د هیواد شمالي ولایتونو ته د سفر په ترڅ کې، چې یو تخنیکي ټیم یې ملتیا کوي، تېره ورځ د سرپل ولایت له ټولګټو ریاست څخه لیدنه وکړه او د دغه ریاست کړنې او تر کار لاندې پروژې او راتلونکي پلانونه یې وارزول، دغه راز یې د یاد ریاست د کار کوونکو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، د یاد ولایت د ټولګټو ریاست له شته ماشینرۍ څخه هم لیدنه وکړه او مسؤولینو ته یې د غیر فعالې ماشینرۍ د ترمیم او مؤثرې ګټې اخیستنې او دغه راز د چارو د لا سمون په موخه یې مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

...

6 میاشتې 3 اونی ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۹:۱۴
Background image

په تېره اوونۍ کې د ټولګټو وزارت داوسپنې پټلۍ له لارې 178421مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د کب/حوت میاشتې له ۱۵مې نېټې څخه تر ۲۱مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې 178421  مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۴ - ۱۲:۱۷
Background image

د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په نورمال ډول جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت درنو هېوادوالو ته ډاډ ورکوي، چې تردامهاله د انتقالاتو په برخه کې هېڅ ډول خنډ شتون نه لري او د هېواد د اوسپنې پټلۍ د څلورو بندرونو له لارې انتقالات په عادي او منظم. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۰ - ۱۲:۲۸
Background image

د ۱۴۰۳ هـ. ش کال د ۱۱ میاشتو په پرتله د سږکال د ۱۱ میاشتو په انتقالاتو کې ۳۳.۳ سلنه زیات والی راغلی

د ۱۴۰۴ هـ.ش کال د حمل میاشتې له پیله د دلوې میاشتې تر پایه پورې، د افغانستان د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلیو له لارې ټولټال(۵۳۸۷۵۴۹) مېټریک ټنه انتقالات ترسره شوي دي.

دا په داسې حال کې. . .

BACK TO NEWS