د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د یوه پایه پُل رغنیز کار دوام لري

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۲ - ۱۲:۹
د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې د یوه پایه پُل رغنیز کار دوام لري

 

دا اوسپنیز کانکریټي پُل چې ۱۰ متره اوږدوالی او ۲۹۰ متره نښلونکی سړک لري، د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ د کوت خانه پایین سیمې په المتو کلي کې جوړیږي، چې تر دې مهاله یې رغنیزو چارو ۱۰ سلنه پرمختګ کړی.

یاده پروژه د څه باندې ۷ میلیون افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت او یوې سیمه اییزې شوری تر منځ تړون شوی چې مالي لګښت یې د هیواد له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د دې پروژې د رغنیز کار له بشپړیدو سره به د جاغوري ولسوالۍ د الموت کلي د اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې تر پخوا کمي شي. همدارنګه د دې پروژې د رغنیز کار په جریان کې د غزني ولایت جاغوري ولسوالۍ اوسېدونکو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول ۵۲۸۱ کاري ورځې رامنځته شي.

د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر

 

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

BACK TO NEWS