د غزنی ولایت د قرباغ ــ جاغوري سړک د جوړلو کار ۴۲ سلنه مخته تللی

mopw_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۹/۱۸ - ۹:۲
د غزنی ولایت د قرباغ ــ جاغوري سړک د جوړلو کار ۴۲ سلنه مخته تللی

د غزنی ولایت د قرباغ ــ جاغوري سړک د جوړلو کار ۴۲ سلنه مخته تللی

د غزني ولایت د قرباغ او جاغوري ولسوالیو تر منځ د غځېدلي سړک پروژه ۳۰،۳۷ کیلو متره اوږدوالی او شپږ متره پلنوالی لري چې رغنیزې چارې یې ۴۲ سلنه پر مخ تللې او لا یې هم کار وران دی.

د دې پروژې تړون له یوه خصوصي ودانیز شرکت سره شوې چې د ۹۱۸ میلیونه افغانیو په بدل کې به ورغول شي او پیسې یې د افغانستان له ملي بودیجې څخه ورکول کیږي.

د یاد سړک د کار له بشپړیدو سره به د اجرستان، مالستان، جاغوري، جغتو او قرباغ ولسوالۍ د غزني ولایت له مرکز سره ونښلي، سلګونو کسانو ته یې د کار زمینه برابره کړي او دغه راز به د یادو ولسوالیو په اقتصادي پراختیا کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.

د ټولګټو وزارت ـ کابل

لیندۍ ۱۷، ۱۳۹۹

...

4 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۸ - ۸:۳۰
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت مرستیالانو د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال محترم الحاج مولوي عبد الکریم فاتح د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علي رضا بیګدلي سره د یاد وزارت د مالي او اداري مرستیال محترم الحاج ملاعبد. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۵ - ۱۱:۳۳
Background image

په تېره اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۷۰۶۲۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي

په تېره  اوونۍ کې (د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال د جدي له ۵مې څخه د جدي تر ۱۱مې) نېټې پورې د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې (۱۷۰۶۲۶) مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې (۱۱۳۳۵۱). . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱۴ - ۱۱:۲۸
Background image

په کندز ولایت کې د دوو پایو پلونو د ترمیم او بیارغونې چارې د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري د کندز ولایت د خان‌آباد ولسوالۍ اړوند بنګي سیند پر سر د چغه پل او همداراز د آقتاش ولسوالۍ اړوند آقتاش پل د ترمیم او بیارغونې چارې د یاد ولایت د ټولګټو. . .

BACK TO NEWS