د قرارداد د ورکړې د پرېکړې خبرتیا-د آقینې اوسپنې پټلۍ تمځای د درېیو (۳) لیول کراسنګونو د اساسي ترمیم او د آقینې تمځای د څلورمې فرعي کرښې ترڅنګ د سړک د جغل اچونې پروژه
Publish Date
Closing Date
په همدې وسیله د ټولګټو وزارت د تدارکاتو اصولو له مخې ټولو ته خبر ورکوي، چې د ټولګټو وزارت په پام کې لري ترڅو د آقینې اوسپنې پټلۍ تمځای د درېیو (۳) لیول کراسنګونو د اساسي ترمیم او د آقینې تمځای د څلورمې فرعي کرښې ترڅنګ د سړک د جغل اچونې پروژې قرارداد، چې د MOPW/1405/W-012/NCB تشخصیه نمبر لرونکی دی، د تدارکاتو د اصولو له مخې، د ریفارمر ساختمانی او انجینرۍ شرکت ته، چې د جواز شمېره یې (D-32656) او د فتر یې د کابل ښار د اتمې ناحیې، کارته نو، په طلائي ښار ګوټي کې موقیعیت لري، د (4,830,750) افغانیو په بدل کې په قرارداد ورکړي
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولای شي د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر پنځو (۵) تقویمي ورځو پورې خپل اعتراض په لیکلي ډول، له اړوندو دلایلو سره یوځای، د ټولګټو وزارت د تدارکاتو ریاست ته، چې د ملالۍ واټ، د کورنیو چارو پخواني وزارت پر سړک، د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ترڅنګ موقعیت لري، وسپاري.
دا خبرتیا د قرارداد د عقد په معنا نه ده، او د پورته یادې شوې مودې تر بشپړېدو او د راتلونکو قانوني اجراآتو تر بشپړېدو پورې به قرارداد نه لاسلیک کېږي
