د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د خوست گردیزعمومي او ټرانزيټي سړک ترمیماتو د پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د ټولگټو وزرات په شرایطو برابر ټولو دواطلبانو ته بلنه ورکوي ؛ ترڅو د خوست گردیزعمومي او ټرانزيټي سړک ترمیماتو پروژې د داوطلبۍ په پروسه کې گډون وکړي او د يادې پروژې د شرطپانې د احجام بل او تخنيکي اسناد و سافت د دې وزارت د تدارکات ریاست د ودانیزو او مشورتي خدمتونو آمریت څخه ترلاسه او خپل آفرونه د شرطپانې تدارکات قانون او کړنلارې د مندرجو شرايطو مطابق په تړلي او بند ډول د خپرېدو له نېټې څخه تر 10:00 مخکې له غرمې 1404/6/30 د ټولګټو وزارت د تدارکات ریاست ته چې د احصائې او ملي ادارې ترڅنگ د پخوانی داخلی وزارت سرک ملالۍ واټ کې واقع دی وړاندې کړي د يادونې وړ ده، انترنيتي او ناوخته رسېدونکي آفرونه د منلو وړ ندي.
د آفر تضمین د بانک گرنتی په ډول (480,000) افغانی دی او د آفر پرانیستې غونډه په 1404/6/30 نېټه په 10:00بجې مخکې تر غرمې د دې وزارت د تعمیر دریم منزل د غونډو په تالار کې دايريږي.