د قرار داد د ورکړې خبرتیا- د شهر نو له غلامین څخه تر مرغاب سیند پورې د (۸۱۵) مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال د ترمیم او جوړولود پروژې د قرار داد د ورکړې خبرتیا

Publish Date
Closing Date
ټولګټو وزارت ټولو په شرايطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، ترڅو د شهر نو له غلامین څخه تر مرغاب سیند پورې د (۸۱۵) مترو په اوږدوالي د استنادي دیوال د ترمیم او جوړولو پروژې د داوطلبی په پروسه کې ګدون وکړي او د شرطپاڼې او تخنیکي اسنادو کاپي د دې وزارت د ساختماني چارو د تدارکاتو آمریت څخه ترلاسه کړي. د شرطپاڼې شرايطو او تدارکاتو قانو او کړنلارې سره سم خپل سر تړلي آفرونه د یاد اعلان ترخپرېدلو وروسته اړوند مرجع ته وسپاري.
د شرطپاڼې د ترلاسه کولو پته: ګډونوال کولای شي، شرطپاڼه د ټولګټو وزارت د تدارکاتو د رياست د اجناسو له آمريت څخه، چې په صدارت څلورلارې کې د پخواني کورنيو چارو وزارت په سړک کې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ته څېرمه موقعيت لري؛ په فلش ميموري (USB) کې ترلاسه کړي.
د آفرونو د تسليمۍ وروستۍ نېټه: (۵/۵/۱۴۰۴) - (۱۰:۰۰) بجې له غرمې مخکې؛ ناوخته رسېدلي او انټرنيټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین: د بانک ګرنټي په ډول( 275،000) افغانۍ دي.
د آفر پرانيستلو نېټه(۵/۷/۱۴۰۴) - ۱۰:۰۰ بجې له غرمې مخکې.
يادونه: که چيرې د روان کال (۵/۷/۱۴۰۴) نېټه د حکومت لخوا په ناڅاپي ډول رخصتي اعلان شي؛ د داوطلبۍ ناسته د یادې نېټې به بله کاري ورځ کې ترسره کېږي.