د قیصار – لامان حلقوي سړک د درېیم لاټ ۵۰ کیلومتره برخې رغنیزې چارې د څه باندې ۴.۶ میلیارده افغانیو په ارزښت جریان لري

kalim_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۳:۵۹
د قیصار – لامان حلقوي سړک د درېیم لاټ  ۵۰ کیلومتره برخې رغنیزې چارې د څه باندې ۴.۶ میلیارده افغانیو په ارزښت جریان لري

د بادغیس ولایت اړوند د قیصار–لامان د حلقوي سړک د درېیم لاټ پروژه، چې ۵۰ کیلومتره اوږدوالی او ۱۲ متره پلنوالی لري، د ۴ میلیارده، ۶۵۲ میلیونه او ۵۳۶ زره افغانیو په ارزښت د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري له خصوصي سکتور سره قرارداد شوې ده او دا مهال یې رغنیزې چارې په بېلابېلو برخو کې په منظم ډول روانې دي.

دا سړک د افغانستان د حلقوي سړک یوه مهمه برخه ده، چې د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ څخه پیلېږي او د همدې ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ  پر لوري غځېږي. د دې پروژې په اوږدو کې د یو شمېر مصنوعي ساختمانونو د جوړولو چارې هم شاملې دي، چې په اساسي ډول به ورغول شي. د دغه پروژې د پلي کېدو پر مهال یو شمېر هېوادوالو ته د کار زمینه هم برابره شوې ده.

د یادونې وړ ده، چې د دغه سړک د یوې بلې ۲۵ کیلومتره برخې د رغونې چارې هم تېر کال د ټولګټو وزارت له لوري د فاریاب ولایت له طرفه پیل شوې وې، چې دا مهال عملاً جریان لري.

د هېواد حلقوي سړک له مهمو زېربنايي پروژو څخه شمېرل کېږي، چې د پاتې برخو په بشپړېدو سره یې د فاریاب، بادغیس او هرات ولایتونه یو بل سره نښلول کېږي او د شمالي ولایتونو او لوېدیځې حوزې ترمنځ د خلکو د تګ راتګ او د سوداګریزو توکو د لېږد رالېږد په اسانتیا کې مهم رول لري.

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د هېواد د ترانسپورتي شبکې د پراختیا له لارې هڅه کوي، چې هېوادوالو ته د خوندي او اسانه تګ راتګ زمینه او سوداګرو ته لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۲۷
Background image

د شيخ ابونصر فراهي بندر د ۶۴ کيلو متره سړک د بيارغونې چارې پيل شوې

د ایران اسلامي جمهوریت له لورې د ټولګټو وزارت په همغږۍ په فراه کې پرون د میل ۷۸ (ابونصر فراهي) سړک د ۶۴ کيلو متره برخې د بيارغونې چارې د دغه ولایت د والي محترم  ملا محمد حافظ مجاهد، د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۲۵
Background image

د بادغیس – هرات لویې لارې د سړک د فرش ترمیماتي چارې د څه باندې ۳۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د ا.ا.ا ټولګټو وزارت له لوري د بادغیس – هرات لویې لارې اړوند له قلعه نو څخه د بادغیس ولایت تر لامان بازار پورې د سړک د فرش د ترمیم او استنادي دېوالونو جوړولو چارې څه باندې ۳۱.۷ میلیونه. . .

BACK TO NEWS