د لغمان ولایت د مهترام - علینګار سړک د استنادي دیوال او سړک غاړو د ترمیم چارې جریان لري:
د لغمان ولایت د ټولګټو ریاست د شته ماشینري او فني پرسونل له لوري؛ د مهترلام – علینګار سړک د استنادي دیوالونو او سړک غاړو د ترمیم او د رسوبي موادو له امله د بندو پُلګوټو د پاکولو کار روان دی. د دغه سړک، ځیني استنادي دیوالونه او شولډرونه د ورستیو سیلابونو له امله ویجاړ شوې دي، چې دا مهال یې د ټولګټو ریاست لخوا د ترمیم او پاکولو کار پیل شوی، چې د کار له بشپړېدو سره به د دغه سړک له تخریب څخه مخنیوی وشي.