د ملي بیرغ د ملي ورځې په اړه د ټولګټو وزارت اعلامیه

ناپیژنده (not verified)
پنجشنبه ۱۴۰۰/۵/۷ - ۱۵:۳۶
د ملي بیرغ د ملي ورځې په اړه د ټولګټو وزارت اعلامیه

ملي بیرغ د افغانستان سمبول، د هویت نښان د او متحد ملت څرګندوی دی چې د همدغو ارزښتونو له کبله یې، د زمري میاشتې ۷مه نېټه د بیرغ د ملي ورځې په نامه یاده شوې ده.

د افغانستان د اساسي قانون نولسمه ماده د ملي بیرغ په اړه داسې روښنايي لري:

د افغانستان بیرغ له: دريو تور، سور او زرغون رنګه ټوټو څخه جوړ دى. درې واړه ټوټې په مساوي ډول له كيڼ نه ښي لور ته په عمودي ډول سره پرتې وي او د هر رنګ سور د هغه د اوږدو نيمايي دى چې په منځ كې يې دافغانستان ملي نښان ځاى پرځاى شوى دى.

دافغانستان د دولت ملي نښان له سپين رنګه محراب او منبر څخه جوړ دى چې په دوو څنډو كې يې دوه بيرغونه او د منځ په برنۍ برخه كې يې د لا اله الا الله محمد رسول الله مباركه كلمه او الله اكبر او د راختونكي لمر وړانګې او په لاندنۍ برخه كې يې د 1298 هجري شمسي تاريخ او د افغانستان كلمه راغلې چې له دوو خواوو څخه دغنمو وږي پري راګرځول شوي دي.

ټولګټ وزارت د دې درې رنګه ملي جنډې تر اعزاز لاندې د ګران هېواد آبادۍ ته ژمن دی او هڅه به کوي چې د سړکونو له لارې په غوره معیارونو سره هېواد د سیمې د نښلون پر مرکز بدل کړي.

د ټولګټو وزارت رهبري دا پرتمینه جنډه تل رپانده غواړي او تر سوري لاندې یې د هېواد دروند ملت ته د یوالي او راټولېدنې دعا کوي.

...

7 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۹ - ۸:۲۵
Background image

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر د ایران له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمدعیسی ثاني د ایران اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي علیرضا بیکدلي سره په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې وکتل چې د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۲۱
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر د کابل - جلال‌آباد لویې لارې د غر ښویېدنې له سیمې (تنګي غارو) څخه لیدنه وکړه

نن شنبه د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني د کابل - جلال‌آباد لویې لارې تنګي غارو سیمې ته سفر وکړ او هلته یې د غر ښویېدنې له سیمې څخه په داسې حال کې له نږدې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۳:۱
Background image

په کب میاشت کې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي

د ۱۴۰۴ هـ.ش. کال دکب/حوت مياشتې له پيله تر پايه د ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې ۷۲۹۲۶۱ مټریک ټنه انتقالات شوي دي.

د حیرتان بندر له لارې۴۹۰۸۳۱ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۷۰۸۰۸ټنه، د. . .

BACK TO NEWS