د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه کې د یو استنادي دېوال کار بشپړ شو

media_admin
شنبه ۱۴۰۲/۹/۱۱ - ۱۱:۵۸
د ننګرهار ولایت په هسکه مېنه کې د یو استنادي دېوال کار بشپړ شو

د ټولګتو وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې ولسوالۍ د ګړۍ په سیمه کې د حلقوي سړک د لا تخریب د مخنیوي په موخه د ۵۸ متره په اوږدوالي او ۵ متره په لوړ والي سره د یو استنادي دېوال د رغونې کار بشپړ او په همدې مسیر د تور راغه په سیمه کې د ۲۵متره په اوږدوالي او ۶ متره په لوړوالي د یو بل استنادي دېوال د رغونې کار د ننګرهار ولایت د ټولګټو د رئیس او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسؤولینو په شتون پیل شو.
د غه سړک چې د نهو ولسوالیو خلک د تگ راتگ پرمهال ترې ګټه پورته کوي د سړک د لا تخریب د مخنوي په موخه یادې پروژې د څه باندې درې میلیونه افغانیو په ارزښت د ټولګټو وزارت لخوا رغول کیږي.
د یادونې وړ ده چې د یادې پروژې په تطبیق سره به د خلکو ترانسپورتي ستونزې کمې شي او د سړک له لا تخریب څخه به مخنیوی وشي.
 

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS