د نورستان له مرکز تر کامدیش ولسوالۍ پورې د جغلي سړک رغنیزې چارې ۶۵ سلنه پرمختګ لري

ناپیژنده (not verified)
دوشنبه ۱۴۰۰/۴/۷ - ۱۳:۵۴
د نورستان له مرکز تر کامدیش ولسوالۍ پورې د جغلي سړک رغنیزې چارې ۶۵ سلنه پرمختګ لري

د ټولګټو وزارت لخوا په لومړي ځل د نورستان کامدیش او برګمټال ولسوالۍ د سړک په مرسته له مرکز پارون سره نښلي.

یادو ولسوالیو ته نوی جوړېدونکی جغلي سړک چې ۲۵.۸ کیلومتره اوږدوالی لري، د پارون اړوند له ایشټیوي کلي څخه پیل او د کامدیش ولسوالۍ پورې غځیږي، چې اوس مهال یې رغنیزې چارې له ۶۵ سلنه کاري پرمختګ سره روانې دي.

د جغلي سړک د رغیدا دا پروژه، د ټولګټو وزارت او سیمه ییزو پراختیایي شوراګانو ترمنځ تړون شوي، چې مالي لګښت یې د هېواد له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي.

د یاد سړک د رغنیز کار په بهیر کې د سیمې اوسېدونکو ته ګڼې کاري ورځې هم رامنځته شوي، چې د چارو له بشپړېدو سره به یې، د نورستان کامدیش او برګمټال ولسوالۍ د نورستان له مرکز پارون ښار سره ونښلي.

لکه څنګه چې د نورستان ډیری سیمې غرنۍ دي او خلک یې د تګ ـ راتګ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي، د دې ستونزو د هوارې په پار ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د اسفالټ یا پخو سړکونو تر څنګ د جغلي سړکونو په رغونه کې هم یاد ولایت ته پاملرنه زیاته کړي، چې ورسته به یې له پلان سره سم په پاخه او اساسي ډول سره نور کارونه هم وشي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو

د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS