د هرات ولایت د ګذره ولسوالۍ د سړک رغنیزې چارې په چټکۍ روانې دي
دغه سړک د ټولګټو وزارت له لوري په پاخه او اساسي ډول له ابل دوکان څخه د ګذره ولسوالۍ تر سمنت پروژې پورې د ۱۱ کیلومټرو په اندازې رغېږي.
د یادې پروژې د جوړېدا تړون د څه باندې ۱۱۷ میلیونه افغانیو په ارزښت له یو خصوصي ودانیز شرکت سره تړل شوی، چې مالي لګښت يې د هېواد له ملي بوديچې څخه ورکول کيږي تردې مهاله یې رغنیزې چارې ۳۵ سلنه کاري پرمختګ لري
د یادولو وړ ده، چې د دې پروژې په بشپړیدا سره به ګڼ شمېر کلي لکه، آخندان، ګل بافها، ده تپه، چهار کفتر خان، وکیل، جمالزی او د کلاته کلي سره ونښلي.
د همدې سړک له بشپړېدا سره سم به ۹۲۵۰ کورنۍ په مستقیم او شاوخوا ۳۰۰۰۰ نورې کورنۍ په غیر مستقیم ډول د سړک له ګټو برخمنې شي.
هیره دې نه وي، چې د دې پروژې په بشپړیدا سره به د سړک په شاوخوا کې د شته خلکو ګڼې ستونزې هم هوارې شي.
د ټولګټو وزارت رسنیز دفتر