د هرات-کندهار د اوسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين اړوند (۵) تړونونه د شاوخوا (۳.۷) ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت له پنځو شرکتونه سره لاسليک شول

media_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۰ - ۱۰:۴
د هرات-کندهار د اوسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين اړوند (۵) تړونونه د شاوخوا (۳.۷) ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت له پنځو شرکتونه سره لاسليک شول

د ا.ا.ا د ټولګټو سرپرست وزير محترم الحاج ملا محمد عيسی ثاني د هرات-کندهار د (۷۳۷.۵) کيلومتره اوسپنيزې کرښې د تفصيلي ډيزاين اړوند (۵) تړونونه د شاوخوا (۳.۷) ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت له پنځو شرکتونه سره لاسليک کړل، چې د (۸) مياشتو په موده کې به يې چارې بشپړې شي.
لومړۍ برخه: د هرات-شينډنډ مسير دی، چې (۱۲۰) کيلومتره اوږدوالی لري او د (۷۴۰۹۳۹) امريکايي ډالرو په ارزښت يې د تفصيلي سروې او ډيزاين چارې له افغان-جرمن ساختماني، سړکسازي او اوسپنې پټلۍ شرکت سره قرارداد شوي دي.
دويمه برخه: د شينډنډ-فراه مسير دی، چې (۱۲۰) کيلومتره اوږدوالی لري او د (۶۵۰۴۵۵) امريکايي ډالرو په ارزښت يې د تفصيلي ډيزاين چارې له هسک انجنيري خدمتونو شرکت سره قرارداد شوي دي.
دريمه برخه: د فراه-زرنج-غورغوري مسير دی، چې (۱۸۸.۸) کيلومتره اوږدوالی لري او د (۹۸۷۵۳۸) امريکايي ډالرو په ارزښت يې د تفصيلي ډيزاين چارې له هسک انجنيري خدمتونو شرکت سره قرارداد شوي دي.
څلورمه برخه: د غورغوري-لښکرګاه مسير دی، چې (۱۷۱) کيلومتره اوږدوالی لري او د (۸۶۰۰۰۰) امريکايي ډالرو په ارزښت يې د تفصيلي ډيزاين چارې له آريا خان افغان ساختماني، سړکسازي او لوژستيکي خدمتونو شرکت سره قرارداد شوي دي.
پنځمه برخه: د لښکرګاه-کندهار مسير دی، چې (۱۳۷.۷) کيلومتره اوږدوالی لري او د (۵۳۱۹۲۰) امريکايي ډالرو په ارزښت يې د تفصيلي ډيزاين چارې له آريا خان افغان ساختماني، سړکسازي او لوژستيکي خدمتونو شرکت سره قرارداد شوي دي.
د يادونې وړ ده، چې د يادې پروژې د تفصيلي سروې او ډيزاين چارو تر بشپړېدو وروسته به ددې پروژې د بودجې تمويل ته په کتو يې عملي چارې هم پيل شي.
 

...

10 میاشتې 2 اونی ago

...

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۰:۴۸
Background image

د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې جریان لري

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت له لوري په پروان ولایت کې د پروان – کوه صافي عمومي مسیر د لومړي لاټ  ۲۰ کیلومتره سړک رغنیزې چارې د څه باندې ۶۴۱.۶ میلیونه افغانیو په ارزښت له خصوصي سکتور سره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۸:۱۸
Background image

د غزني–ښرنې سړک د ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا په اړه د ټولګټو وزارت ټینګار

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت د سړکونو د ساتنې او څارنې معین، محترم الحاج معاون ملا عبدالجبار، د غزني–ښرنې سړک ترمیماتي پروژې د چارو د چټکتیا او د کیفیت د ارزونې په موخه، د فردوس هېواد او راشد. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۸:۴۰
Background image

د ټولګټو وزارت وزیر په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر سره وکتل

د ا.ا.ا د ټولګټو وزارت وزیر، محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني، په کابل کې د ترکمنستان هېواد له سفیر محترم خواجه عوضوف سره په خپل کاري دفتر کې وکتل او دواړو لورو د ګډو اقتصادي، سوداګریزو. . .

BACK TO NEWS