د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی

ناپیژنده (not verified)
شنبه ۱۴۰۰/۱۰/۱۸ - ۱۲:۵۸
د هیواد د لویو لارو او سړکونو د عمومي وضعیت څرنګوالی

غور: د غور – هرات او غور – کابل لویې لارې په ځینو برخو کې د واورې نرم اورښت دوام لري او د بندبایان او سبزه وار تلخک مسیرونه د تېزې واورې له کبله بند شوي دي، چې د قراردادي شرکت له لوري یې دا مهال د پاکوالو کار په چټکۍ سره دوام لري.

دایکندي: په دې ولایت کې هوا وریېځ ده، د پاتو ولسوالۍ – بیري کلي، د ورسل کوتل دواړه لوري او له سفید سنگ بازار څخه تر گرگي سیمې پورې غځیدلې لارې د واورې له کبله بندې شوي دي، خو د دې ولایت نورې غځیدلې لارې بیا د تگ راتگ پرمخ تر دې مهاله پرانیستې دي.

زابل: د زابل ولایت د خاک افغان ولسوالۍ غځیدلې لار د سختو واورو له کبله بنده شوې ده، چې د هوا له ښه والي سره به یې د پاکولو کار پیل شي.

د سالنگ لویه لار: په سالنگ لویه لار کې دا مهال د واورې اورښت درېدلی دی او له ټیلري یا باروړنکو موټرو پرته واړه موټر د ترافیکي مقراراتو او چاین ( ځنځیر ) په تړلو سره کولی شي، چې په دې لویه لار له دواړو لورو تگ راتگ وکړي.

همدارنګه؛ د غزني – زابل، زابل – کندهار، کابل – ماهیپر – سروبي، لوگر – کابل، کابل – میدان وردگ او میدان وردگ - بامیانو ولایتونو په ټولو غځیدلو لویو لارو کې د واورې اورښت دوام لري، خو ټولې لارې یې د ترافیکو د تگ راتگ پرمخ پرانیستې دي.

ټولګټو وزارت له موټر چلوونکو او مسافرو څخه هیله کوي چې؛ د تګ راتګ پرمهال ترافیکي مقررات په پام کې ونیسي، د موټر ځنځیر ( چاین ) وتړي، تاوده کالي او اضافه غوړي له ځان سره ولري، له تېز تګ راتګ څخه ډډه وکړي او د مؤظفو کسانو لارښوونې په پام کې ونیسي تر څو چا ته ځاني او مالي زیان ونه رسیږي.

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو

د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS