د هېواد د يو شمېر لويو لارو او سړکونو څخه د سېلابي موادو پاکاري او تخریب شویو برخو ترمیم او هموار کاري په چټکۍ سره جریان لري
د تېرو ورځو د اورښتونو او سېلابونو له امله په باميان ولايت کې د بامیان - سرپل، د باميان - بغلان لویې لارې، د یکاولنګ ۲نمبر ولسوالۍ مسير، دغه راز په غور ولايت کې د یو شمېر نښلوونکو سړکونو، په پروان ولایت کې د سرخ پارسا ولسوالۍ مسیر، او په بغلان ولايت کې د ګذرګاه نور ولسواليو مسيرونه د ورستیو اورښتونو او سېلابونو د راوتلو له امله زیانمن شوي او د سړک غاړو ته رسوبي مواد راټول شوي وو، چې دامهال يې تخریب شویو برخو د ترميم او پاکولو کار په چټکۍ سره جریان لري. دغه راز د غور ولایت د جلګې ولسوالۍ مسیر دا مهال د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ پرانیستی دی.
همدارنګه، د بدخشان، سمنګان، سرپل، بلخ، تخار، پکتیا، نورستان او خوست ولايات کې هم دوروستیو اورښتونو او سېلابونو راوتلو له امله ځينې ترانسپورتي ستونزې رامنځته شوې دي، چې د ټولګټو وزارت اړوند ولایتي ټيمونه هڅه کوي ترڅو ژرترژره یادې ستونزې هوارې کړي.
د يادونې وړده چې د ځینو ولايتونو د ولسواليو نښلونکي سړکونه چې د ورستيو سیلابونو او رسوبي موادو له امله بند دي په دغو ولایتونو کې د ټولګټو وزارت په شته ماشینرۍ سربیره دیاد وزارت لخوا له شرکتونو څخه نوره ماشینري په کرایه نیول شوې تر څو ژرترژره بند مسیرونه د ترافیکو پرمخ پرانیستل شي.