د هېواد د یو شمېر لویو لارو او سړکونو وضعیت

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱/۲۷ - ۸:۴۶
د هېواد د یو شمېر لویو لارو او سړکون  وضعیت

سالنګونه: نن ورځ په سالنګونو کې هوا ورېځ ده، په جنوبي سالنګ کې د باران او په شمالي سالنګ کې د واورې  اورښت اټکل شوی دی او تونل ته څیرمه د واورې کمزوری اورښت جریان لري، دا مهال مسافر وړونکي وسایط د دواړو لورو او بار وړونکي وسایط له جنوب څخه شمال لوري ته تګ کولای شي. دغه راز د ټولګټو وزارت د سالنګونو د ساتنې او څارنې ریاست پرسونل لخوا  د یادې لویې لارې په بیلا بیلو برخو کې د واورې پاکولو ترڅتنګ د مالګې او خاورې شیندل هم جریان لري.


پروان: د پروان – بامیان مسیر د غوربند اړوند څو ولسوالیو کې سیلابونه راوتلي چې د یاد ولایت دټولګټو ریاست پرسونل په هڅو پاک کاری او د ترافیکو تګ راتګ په عادي ډول جریان لري.


نورستان : په یاد ولایت کی آسمان وریځ دی، د چتراس په سیمه کې د کنړ – نورستان په مسیر، ستاپ، مندې سیمه او د نورګرام – مندول په مسیر د سنګ پل  په سمیه کې غر ښویدنه او سیلابونه راوتلي چې د یاد ولایت د تولګټو ریاست  ماشینرۍ او پرسونل پر مټ یې د رسوبي موادو څخه پاک کاري شوي دي.


کاپیسا : په  یاد ولايت کې د باران او سيلابونو په ترڅ کې د ګلبهار – سروبي لاره چې  درسوبي  موادو له امله بنده شوې وه پاک کاري او تخریب شوې سیمې د یاد ولایت  د ټولګټو ریاست د پرسونل او ماشینرۍ په واسطه پرکاري او ورغول شوې.


ارزګان: د بارانونو او سیلابونو له امله ؛ د خاص اروزګان – چنارتو سړک یوه برخه تخریب شوې او همدا راز د(خاص ارزګان ) سړک پر مسیر د یو پل ځینی برخې  ویجاړې شوې دي چې د بیا جوړولو هڅې یې روانې دي.
د ټولګټو  وزارت سرپرست وزیر محترم الحاج ملا محمد عیسی ثاني ټولو ولایتي ریسانو او ټیمونو ته لارښونه کړي، تر څو د سیلابونو پروخ بشپړ چمتو والی ولري او د لویو لارو او سړکونو د خلاصون او پاکولو په موخه له شته امکاناتو څخه په استفادې سره خپلو ګرانو هیوادوالو ته د لارو جوړولو په برخه کې ترانسپورتي آسانتیاوې برابرې کړي.
 

...

۱ کال ۱ میاشت ago

...

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۲۹
Background image

په بغلان ولایت کې د ساتنې او څارنې دوه پروژې د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پیل شوې

د بغلان ولایت د پلخمري – کندز لویې لارې د ترمیم او داغ‌ګیرۍ چارې د ۱۷ میلیونه افغانیو په ازښت او د پلخمري –  دوشي لویې لارې اړوند د کفترخانې په سیمه کې د ۳۵ مترو په اوږدوالي د استنادي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۱:۱۸
Background image

د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه‌ ییزه غونډه کې د ګډون په موخه قزاقستان هېواد ته روان شو

د ا.ا.ا د اوسپنېزې لارې ادارې عمومي رئیس، محترم الحاج مولوي عبدالکریم فاتح، د یوه تخنیکي پلاوي په مشرۍ د اقتصادي همکاریو سازمان (ایکو) په سیمه ییزه غونډه کې د ګډون په موخه د قزاقستان. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۱ - ۱۵:۳
Background image

د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت نوی رئیس معرفي شو

د ټولګتو وزارت د وړانديز او د ریاست الوزراء عالي مقام د (۲۵/۴/۱۴۴۸) نېټې د (۲۳۷۸) ګڼې حکم په بنسټ، محترم انجنیر محمد اکبر فایق، د ټولګټو وزارت د پروژو د تضمین او کیفیت د نوي رئیس په. . .

BACK TO NEWS